ډاکټر ولایتی :له اروپا باید جدی تضمین ترلاسه کړی شی
له بده مرغه د اروپای اتحادیې ځینې غړی د ایټمی موافقې په اړه متناقض دریځونه غوره کوی چی د اروپایی چارواکو په خبرو کې دا تناقضات شک راپارونکی دی ، په همدې دلیل د ایران د خبرواترو کونکی ټیم باید ضروری ضمانتونه ترلاسه کړی شی .
په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سکلاکار وویل د ایران د اسلامی جمهوریت پریکنده نظر دا دی چی له اروپایی لورو سره په خبرو اترو کی باید جدی تضمین واخیستل شی تر څو ایټمی موافقې ته کوم تاوان ونه رسی .
علی اکبر ولایتی په تهران کی په خبری غونډه کی له برجام د امریکا له وتلو وروسته د اروپایی چارواکو د تضمین د اخیستلو په اړه زیاته کړه له بده مرغه د اروپای اتحادیې ځینې غړی د ایټمی موافقې په اړه متناقض دریځونه غوره کوی چی د اروپایی چارواکو په خبرو کې دا تناقضات شک راپارونکی دی ، په همدې دلیل د ایران د خبرواترو کونکی ټیم باید ضروری ضمانتونه ترلاسه کړی شی .
ښاغلی ولایتی همدارا زد عراق د وروستیو پارلیمانی انتخاباتوپه اړه هم وویل د عراق انتخابات په بشپړه امنیت او ارامښت کې ترسره شول او د عراق دولت او ملت هیڅ پردی ته د لاس وهنې اجازه ورنکړه .
ولایتی جوته کړه په عراق کی د سالمو انتخاباتو ترسره کیدا او د دغه هیواد د خلکو برخلیک د ایران لپاره مهم دی او ایران د عراقی اولس لپاره د بشپړه خوشبختی او امنیت ارزو لری .