امریکا دایران ستر ملت نشی تسلیمولی
May 20, 2018 23:45 Asia/Kabul
-
د ایران ملت د ټولو دباونو په وړاندې په قدرت سره ولاړ دی .
زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا د حکومت دغړیو له کورنیو سره په کتنې کښې ډاګینه کړه امریکا د ایران ملت په ګونډو نشی کولای .
هغه دایران اسلامی جمهوریت ته د ګوزار د ورکولو لپاره په سیمه کښې د نړیوال استکبار ، صهیونیسټ رژیم او د دوې د ملګرو دباونو او هڅو ته په اشارې سره وویل د ایران ملت د ټولو دباونو په وړاندې په قدرت سره ولاړ دی .
حسن روحانی په دې خبرې سره چې د ایران ستر ملت په ښه ډول خپله لاره کچ کوی وویل دایران خلک په خپلو ولاړ دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز روژه د الهی رحمت ، مغفرت او د برکتونو میاشت وبلله او ویې وویل د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت وړ یو(۱) اثر مینه ، صمیمیت او د یوه بل په څنګ کښې کیدل دی
ټیګونه