ایران له اټومی موافقې پرته په نورو موضوګانو خبرې نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71638-ایران_له_اټومی_موافقې_پرته_په_نورو_موضوګانو_خبرې_نه_کوی
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل تهران له اټومی موافقې پرته د بل هیڅ موضوع په اړه خبرې نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2018 00:55 Asia/Kabul
  • بې ربطه خبرونه او ادعاګانې دصهیونیسټ رژیم او دنورو نړیوالو ګډوډۍ رامینځته کونکو رسنیو او دایران د ملت دبد غواړو  د فکرونو په کوټه کښې جرړه لري .
    بې ربطه خبرونه او ادعاګانې دصهیونیسټ رژیم او دنورو نړیوالو ګډوډۍ رامینځته کونکو رسنیو او دایران د ملت دبد غواړو د فکرونو په کوټه کښې جرړه لري .

زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل تهران له اټومی موافقې پرته د بل هیڅ موضوع په اړه خبرې نه کوی .

هغه پرون د نوی موافقې د منلو په وړاندې ایران ته د نوی وړاندیزونو د مطرح کیدا په اړه د ځینو بهرنیو رسنیو د خبرونو په اړه وویل دغه  بې ربطه خبرونه او ادعاګانې دصهیونیسټ رژیم او دنورو نړیوالو ګډوډۍ رامینځته کونکو رسنیو او دایران د ملت دبد غواړو  د فکرونو په کوټه کښې جرړه لری چې د ایران او داټومی موافقې د نورو لورو د خبرو اترو د منحرفولو او د منفی فضا دجوړولو په هدف سره ترسره کیږی .

د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل   اسلامي ایران   له اټومی نړیوال تړون څخه د امریکا له یواړخیزه ، غیرقانونی او له سپکاوی ډک وتلو او په اټومی موافقې کښې د ایران دپاتې کیدا لپاره د نورو هیوادونو غوښتنې ته  په ځواب  او دغه تړون ته د ژمن لورې په توګه په صراحت سره ویلی دی که چیرې نور لوری وکولای په اټومی موافقې کښې دایران معلوم حقونه رعایت او په کامل ډول په هغو عمل وکړی ایران په دغه اټومی تړون کښې پاتې کیږی او نور مطرح شوی مسائیل ، بې بنسټه ، انحرافی او د پام وړ نه دی .

هغه ټینګار وکړ له امریکا پرته د اټومی موافقې په لومړی ګډ کمیسیون کښې چې  د ټاکل شویو چوکاټونو پراساس په راتلونکو ورځو کښې دایران په وړاندیز غونډه کوی یوازې دایران او دنورو هیوادونو ترمینځ له اټومی موافقې سره په اړونده موضوګانو غور کیږی .