د ټرمپ حکومت د ایران په وړاندې د ناممکنو په ارمان
د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو د وروستیو کلونو په اوږدو کښې د دغه هیواد د خارجه وزیرانو په یوې ډیرې له سپکاوي ډکې وینا کښې د ایران په ولس بې بنیاده تورونه ولګول.
پمپئو په واشنګټن کښې د هریټیج د محافظه کار فاؤنډیشن د غړو په ټول کښې ګواښ وکړ چې امریکا به په ایران د تاریخ ترټولو سخت بندیزونه ولګوي. هغه همداشان د ایران لپاره دولس شرطونه وټاکل چې پکښې د یورانیمو د پخونکو تاسیساتو ختمول، د ایران له ټولو تاسیساتو پراخې کتنې، له عراق او سوریې څخه د ایران د پوځي ځواکونو وتل او بلآخره د لبنان او حماس په شان مقاومتي ډلو څخه د ایران د ملاتړ بندیدل شامل دي.
دغه وینا چې له ایران سره له شوې ایټمي موافقې د وتنې لپاره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له قانون ماتونکي اقدامه دوه اونۍ وروسته وشوه، د ایران په وړاندې د امریکې نوې سټراټیجي نوموله شوې ده.
په عین حال کښې د امریکې د نوي خارجه وزیر له خولې د ځینو سختو سپکو ادبیاتو له کارولو نه علاوه په دغه وینا کښې مطرح شوي نور موضوعات، په ۱۹۷۹ کال کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پیل راهیسې د امریکايي چارواکو یوه آرزو پاتې شوې ده. په ایران کښې اسلامي جمهوریت د جوړیدو له وړومبۍ ورځې څخه د ایران ولس د امریکې لخوا د ترهګرۍ په ملاتړ، د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ او د ګاونډیانو په ګواښلو تورن شوی دی. ورسره د امریکې د وخت واکوالانو د ایران خلاف سخت بندیزونه وضع کړل او له ایرانیانو سره په دښمنۍ کښې په دې هیواد باندې په حمله کښې د صدام د ملاتړ او د ایران د یوې مسافري الوتکو د نسکورولو تر پړاوه مخکښې لاړل. څه موده پس د امریکې د وخت ولسمشر جارج ډبلیو بش هم په افغانستان کښې د طالبانو د ترهګر رژيم د خطر په ختمولو کښې د ایران له ملګرتیا سره سره ایران د شرارت چورلیز وباله.
اوس داسې ښکاري چې یو بل جمهوریت غواړ ی ولسمشر د ایران په وړاندې په تیرو پنځلسو کالو کښې خپله ماتې خوړلې لاره تعقیب کړي. په داسې حال کښې چې د نړۍ د کابو ټولو هیوادونو او د اروپايي اتحادیې او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په شمول نړیوالو ارګانونو په اعتراف ایران د برجام-ایټمي موافقې په وړاندې خپلو ټولو ژمنو باندې عمل کړی خو دا امریکا ده چې د نړیوالو ژمنو او د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف یې په برجام باندې له عمل کولو سر غړولی دی. دا اقدامات هم له صلحې سره د مرستې او د هغه څه په پلمه ترسره کیږي چې په لویدیځه آسیا کښې د ایران له بې ثباته کونکو کړچارونو سره مقابله بلله کیږي.
په داسې حال کښې چې په امریکې باندې د واکمن څواړخیز پالنې ضده بهیر لخوا غوره شوې لاره به چې ډونلډ ټرمپ یې استازیتوب کوي، د لویدیځې آسیا سخته کړکیچنه سیمه د یو نوي جنګ له خطر سره مخامخه کړي.
شک نشته چې د پمپئو ۱۲ ګوني وړاندیزونه له سیمه ایزې صلحې او ارامښت سره د مرستې لپاره نه بلکې جنګ ته د هڅولو په موخه مطرح شوي دي. دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو ۴۰ کالو کښې له ډول ډول جنګونو او بندیزونو تیر شوی او د واشنګټن لخوا اچول شوي هیڅ کوم دباؤ په وړاندې یې جوړجاړي ته غاړه نه ده ایښې. دا ځل به هم د ټرمپ آرزو په تیرو ۴۰ کالو کښې د امریکې د شپږو تیرو شویو ولسمشرانو په شان پوره نه شي.
حتی د امریکې د بهرنیو اړیکو د شورا د مشر ریچارډ هاس په شان کس چې په جمهوریت غواړي ګوند پورې اړونده دی، وايي: دا سټراټيجي به په پاې کښې هیڅ ګټه او لاسته راوړنه ونه لري.
*******/////////********