د ایران د غبرګولی د دوهمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71818-د_ایران_د_غبرګولی_د_دوهمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
دامریکا د خارجه وزیر د ایران ضد څرګندونو په خلاف نړیوال غبرګونونه راپاریدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2018 08:15 Asia/Kabul
  • د ایران د غبرګولی د دوهمې نیټې ځینې مطبوعات

دامریکا د خارجه وزیر د ایران ضد څرګندونو په خلاف نړیوال غبرګونونه راپاریدلی دی .

 

کیهان

لویدیځو رسندویو د امریکا د خارجه وزیر په  ایرانی ضد څرګندونو سخته نیوکه وکړه ، سی این این هم راپور ورکړی چی د پمپیو څرګندونو د امریکا په اړه د ایران د رهبر دریځونه اثبات کړل .

 

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د امریکا دخارجه وزیر د وروستیو سپیرو اوله ملنډو ډکو څرګندونو په غبرګون کې روښانه کړې ده ، امریکا له هغو توهماتو په ډکو اوماته خوړلو سیاستونو کې ښکیله شوې ده چې د ځینو ډلو له خوا په خاصو ګټو او تمو سره ورته دیکته کیږی .

د بغداد د پوهنتون یوه استاد له کیهان ورځپاڼۍ سره په مرکه کی ویلی دی چی مقتداصدر له ایران او د رهبرۍ له ستر مقام سره ژورې اړیکی لری .

له میاشتو میاششتو سختې جګړې وروسته بالاخره د سوریې د پلازمینې دمشق امنیت بشپړ شو .

په افغانستان کې د ټرمپ امنیتی سټراټیجۍ ماته خوړلی ده . د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونو پلټونکیو وویل د ټرمپ سټراټیجۍ د افغانستان په امنیتی وضعیت ډیر لږ اغیز کړی او دغه هیواد هماغه راز له ترهه ګرۍ سره مخامخ دی .

د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونود پلټونکیو په هغه راپور کې چی تازه یې دامریکا کانګرس ته وړاندی کړی  ، راغلی دی د افغانستان او جنوبی اسیا په وړاندی د ټرمپ حکومت ستراټیجۍ د طالبانو په وړاندی ډیر کم پرمختګ درلودلی دی . د دغه راپور په اساس طالبان په ځینو موردونو کې تراوسه د خپلې واکوالۍ د ساتلو توان لری او په کابل او نورو ولایتونو کې خونړۍ حملې ترسره کوی . په دغه راپور کې همداراز افغانستان ته د نورو امریکایی عسکرو په ورلیږلو نیوکه شوی ده  او راغلی دی چی دغه اقدام د امریکایی عسکرو تلفات زیاتوی .

ښاغلی علی شمخانی ویلی دی که اروپا دباو اعمال کړی نو په بهرنی سیاست کی بیاکتنه کوو.

په کراچۍ کې د سختی ګرمۍ له امله په لسګونو کسان وژل شوی دی .

 

 

 

جمهوری اسلامی

دامریکا د خارجه وزیر د ایران ضد څرګندونو په خلاف نړیوال غبرګونونه راپاریدلی دی .

 

د عراق د مشهور روحانی مقتدا صدر دفتر مسول ویلی دی له ایران سره زمونږ اړیکی پایداره دی .

 ګارډین ورځپاڼې لیکلی دی د بن سلمان اصلاحات د ځپلو د پټولو لپاره ویترین دی .

د جرمنی یوه ټیلی ویژیونی چینل راپور ړرکړی چی ۸۲ فیصده جرمنیان باوری دی چی امریکا د باور وړ نده .

د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی ویلی دی اسلامی ایران له خدای پاک پرته له هیچا ویره نه لری  . حسن روحانی دایران  دغوره لوبغاړو  په ټول کې پخپلې وینا کې په دې خبرې په ټینګار سره چې  دایران ملت  له یوه ګواښه  هم نه ویریږی  او  د واشنګټن  له افراطیونو ډیر لوی دی ،  ووئیل  ایرانیان  دخدای پاک په مهربانۍ سره  د تاریخ په درستو ډګرونو کې ویاړ راپنځونکی او  بریالی دی .

  ډاکټر روحانی  همداراز  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې هم ووئیل ،  ښآغلی ټرمپه! دایران ملت به  دتاسو په مقابل کې بریالی وی .

  په امریکا کې د ټرمپ واک ته په رسیدو سره  واشنګټن د ایران داسلامی جمهوریت په ضد  لازیات غلیمانه  سیاستونو ته مخه کړې ده .

 داپه داسې حال کې دی چې  دملګروملتو سرمنشی  آنتونیو ګوترش هم له جامعې ایټمی موافقې  دوتلو پشمول دامریکا دولسمشر  په وروستیو اقداماتو سخته اندیښنه ښودلې  ده .

 داسلامی ایران ولسمشر همداراز  په نړیوالو ډګرونو کې  دایران داسلامی جمهوریت  د لوبغاړو  بریالیتوبونو ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ،  ایرانی لوبغاړی تل  دایران  دستر ملت لپاره   ویاړ رامینځةکونکی دی .

 

په پاکستان کې پارلیمانی ټول ټاکنې د جولائی په ۲۵ترسره کیږی . دپآکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی  په درست هیواد کې  دعامو انتخاباتو  دترسره کیدا  نیټه  دجولائی پنځویشتم تاریخ اعلان کړی  او دغه   مسوده ئې   دلاسلیک لپاره  ولسمشر ممنون حسین ته لیږدولی ده .

 

جوان ورځپآڼه

د ایران پرضد د امریکا تورونو په اروپایانو کې هم خریدار نه درلودل .

د ایران د کونسلیټ لخوا د فراه ولایت د ښاریزو لپاره د ویزا نه صادرول رد شول . په هرات ولایت کې د اسلامی ایران کونسلیټ  ویلی دی  دغه کونسلیټ هماغه راز د تیر وخت په شان د افغانستان د لویدیځ ښاریزو ته خپل کنسولی خدمات وړاندی کوی .

دغه اوازې له دې وروسته خپرې شوئ چی په فراه ولایت کې  د طالبانو  او افغان عسکرو ترمینځ  تیره اونۍ سختې نښتې شوی  او د فراه ښار لږ وخت لپاره د طالبانو لاس ته هم ولویده .

د فراه ولایت د پولیسو قوماندان فضل احمد شیرزاد د ځینو لویدیځو هیوادونو تر دوکې لاندې او د طالبانو له حملو سره په مقابله کې په خپلې بې وسۍ د برغولی کیښودلو لپاره له کوم سند او مدرک وړاندی کولو پرته ادعا وکړه چی ایران د فراه ښار په وروستیو ناامنیو او له طالبانو په ملاتړ کې لاس لری .

له دې وروسته د فراه والی  د فضل احمد شیرزاد دا ادعاګانې رد کړې .

د فراه ولایت د پولیسو د قوماندان احمد شیرزاد څرګندونې په داسې حال کی دی چی د سیمې ډیر کارپیژاندی د دغه ولایت ځینې پوځی قوماندانان له طالبانو سره په مقابله کې بې وسه او د دغه ښار په ناامنیو کې له طالبانو سره په ملګرتیا تورن کړی دی .

 

د افغانستان په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنه شوې چې له امله يې ١٦ تنه وژل شوي او ٣٧ نور  ټپيان شوي دي.

امریکاپه عاموخلکو په حملوکې سعودیانو اوصهونیسټانو ته خوندیتوب ورکړی دی . په ملګرو ملتو کې داسلامی ایران  دایمی استازی  دملګروملتو د سرمنشی د راپور په استناد سره وئیلی دی ، په ۲۰۱۷کال کې دافغانستان ،عراق ،صومالیه ،مرکزی افریقا، کنګو ډیموکراټیک جمهوریت او د یمن په نښتو کې کابو شپږویشت زره خلک وژل شوی دی ، چې ډ یره خواشیونکی خبره ده .

 

امیر عبداللهیان دفلسطین وروستیو بدلونونو او دصهونیسټانو دجنایتونو او لمسونکو اقداماتو په محکومیّت کې د اسلامی هیوادونو وروستۍ سرمشریزې او داسلامی پارلیمانو د ټولنې دفلسطین د ځانګړی کمیټې غونډې ته په ا شارې سره دفلسطین د ولس دحقوقو ددفاع په ضرورت ټینګارکړی دی .

دبحرین په بیلابیلو ښارونو کې د سوله ایزو مظاهره چیانو اوپولیسو ترمینځ تاؤتریخوالی رامینځة شوی دی