بروجردی :له ایټمی موافقې په وتلو کې د امریکا اقدام محکوم دی
علاالدین بروجردی نن د امریکا د خارجه وزیر د څرګندونو او ایران لپاره د دغه هیواد د دولسو شرطونو په غبرګون کی زیاته کړه مایک پمپیو د بهرنی سیاست له الف ، ب سره هم بلد ندې او خبرې یې تش چټیات دی .
د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن مشر وویل له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو وروسته ، امریکایی چاروالو او په انګلستان ، جرمنی او فرانسه کې اغیزمنو کسانو هم د واشنګټن اقدامات غندلی دی .
علاالدین بروجردی نن د امریکا د خارجه وزیر د څرګندونو او ایران لپاره د دغه هیواد د دولسو شرطونو په غبرګون کی زیاته کړه مایک پمپیو د بهرنی سیاست له الف ، ب سره هم بلد ندې او خبرې یې تش چټیات دی .
بروجردی وویل هغه څه چی د سوریې ، عراق او یمن په شمول د سیمه ایزو مسلو په اړه د امریکا خارجه وزیر مطرح کړی دی ، یو ډول غړونه ده ځکه چی امریکا له ترهه ګرۍ او په تیره بیا داعش ډلې د ملاتړو د لیسټ په سر کې ده .
ده زیاته کړه امریکا چی نوی ایټمی بمونه جوړوی او د این ، پی ، ټی په خلاف ایټمی ازمښتونه کوی ، څرنګه د ایران د توغندوی توان په اړه د خبرو غوښتونکی ده .
ښاغلی بروجردی ټینګار وکړ له سوله ایزې ایټمی انرژۍ استفاده د ایران مسلم حق دی او په جدی توګه به له هغه دفاع وکړی .
ده زیاته کړه امریکایان په هغه خلاف ورزۍ سره چی په ایټمی موضوع کې یې وکړه ،غواړی چی په غړونې سره په عمومی افکارو کې داسې شرایط رامینځته کړی چی له هغو د نړیوالو ذهن منحرف کړی .