د ایټمی موافقې ساتل داروپائی اتحادئې لپاره امتحان دی
د میرمن موګرینی په وینا، باید د ایرانیانو په شان چې جامعې ایټمی موافقې ته ئې داحترام په سترګه کتلی دی ، عمل وکړو او دغه نړیواله موافقه وساتو.
د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن مسئولې میرمن فډریکا موګرینی نن د : اروپا دکارکسب دغونډې په عنوان سره په یوې غونډې کې دجامعې ایټمی موافقې د ساتنې دضرورت په باب وئیلی دی ، دا نړیواله موافقه د اروپائی اتحادئې لپاره یو امتحان دی څو اروپایان له ځان سره اړونده فیصلې پخپله وکړی .
هغې زیاته کړې ، باید د خپل حاکمیّت حق نندارې ته وړاندې کړو او له خپلو ګټو ساتنه وکړو او خپل قدرت نړیوالو ته وښایو.
د میرمن موګرینی په وینا، باید د ایرانیانو په شان چې جامعې ایټمی موافقې ته ئې داحترام په سترګه کتلی دی ، عمل وکړو او دغه نړیواله موافقه وساتو.
داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن دمشرې څرګندونې په داسې شرائطو کې مطرح شوی دی ، چې امریکائی چارواکو له جامعې ایټمی موافقې په وتلو پسې ، اروپا ته له ایران سره داقتصادی تعاملاتو په بڼه کې دبندیزونو دلګولو ګواښ هم کړی دی . خو اروپائی چارواکو تل ټینګار کړی دی ، جامعې ایټمی موافقې ساتنې ته پابنده دی او په دې زمینې کې له امریکائی سیاستونو پیروی نه کوی .