د ایران د غبرګولی د۵ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72036-د_ایران_د_غبرګولی_د۵_نیټې_ځینې_مطبوعات
نړۍ د خرمشهر په فتح کولو کې ومنله چی ایران ماته خوړونکې ندې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 10:47 Asia/Kabul
  •  د ایران د غبرګولی د۵ نیټې ځینې مطبوعات

نړۍ د خرمشهر په فتح کولو کې ومنله چی ایران ماته خوړونکې ندې .

 

شهروند

 

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نظام له مسولانو سره د رهبرۍ د ستر مقام دصمیمیانه کتنې انځور چاپ  او په دې زمینه کې یې د معظم لارښود ویناو ته اشاره کړی ده . د اسلامي انقلاب ستر لارښود له حکومتي چارواکو سره په کتنه کې د امریکا له وتلو وروسته له ایټمي موافقې سره د صحیح چلند طریقه مهمه مسله وګڼله او وې ویل: له دغه مسالې سره باید واقع بینانه چلند وشي او  په احتمالاتو زړه ښه نه کړی شي.

 

ایت الله خامنه ای د دریو قواو له مشرانو او د حکومت له یو شمیر مسوولانو او چارواکو سره په کتنه کې  له امریکا بغیر د ایټمي موافقې د دوام په هکله څو ټکي بیان کړل چې تر ټولو مهم یې د امریکا له کارړنګونو سره سره د ایران د اقتصادي ګټو د تامین لپاره د اروپایی هیوادونو له خوا د ضمانت اخستل،  او دوو مهمو موضوګانو یعنې « توغندویي پروګرام» او «سیمه ایز شتون» ته د هغوی د نه ورننوتلو د ضمانت ورکول وبلل.

 

 د اسلامي انقلاب ستر لارښود  په دې بیان سره چې اروپایان باید دامریکا له خوا د ایټمي موافقې د بیا بیا بې پامۍ  غفلت د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د پریکړه لیک په وړاندې کولو سره جبران کړي وویل: « د دریو اروپایی هیوادونو مشران باید ژمن شي او وعده وکړي چې د ایران توغندویي پروګرام او د ایران سیمه ایز شتون مساله به بیخي نه مطرحوي» پر دغو دوو مهمو ټکو سربیره،  د ایران د تیلو د اخستلو ضمانت او له ایران سره د د دولتي او خصوصي تجارت د پيسو د ورکولو اواخستلو  په هکله د اروپایی بانکونو ضمانت،  د ایران په خلاف د امریکا له بندیز سره د اروپا جوته مقابله هغه درې  ټکي دي چې د اسلامي انقلاب مشر له اروپا سره په ایټمي معاهدې کې د پاتې کیدو د شرطونو په توګه وړاندې کړل.

 

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر روحانی د خرمشهر د فتح د شهیدانو او ایثارګرانو د ستاینې په غونډه کې وویل نړۍ د خرمشهر په فتح کولو کې ومنله چی ایران  ماته خوړونکې ندې .

 

د امریکا کانګرس د دغه هیواد له ولسمشر ټرمپ د جنګ اختیار واخیسته .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل د اروپایی اتحادیې د دفاعی مقرراتو د اجرا بهیر پیل شوی دی او اروپایی هیوادونه باید په اټومی موافقې کښې عملی اقداماتو ته ورګډ شی

 

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب ایت ا... امامی کاشانی وویل امريکايان د ايران پرمختګونو په قهر کړي دي .

 

جمهوری اسلامی

 

د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس یو ځل بیا ایټمی موافقې ته د ایران پایبندی تایید کړه .

 عربستان په غنچه ای بمونو سره په یمن حمله وکړه .

 

د ايران د دفاع وزير جنرل اميرحاتمي ویلی دی  نن څوک د ايران اسلامي جمهوريت ته د نامناسب نظر کولو جرات نه لري .

 

د اسلامي ایران د خارجه وزارت مرستیال  په ویانا کې د جامعې ایټمي موافقې د ګډ کمیسیون د غونډې له ختمیدو وروسته وویل: د ایټمي موافقې د ساتلو لپاره لا ډیر ډاډ لاسته راغلی دی .

 

د ستنېدو حق د ستر لاريون په نهمه جُمعه ۸۶ اتيا نور فلسطينيان ژوبل شول

 

سيد حسن نصرا... ویلی دی  دجنګ غوښتونکي نه يوو خو ترې ويره هم نه لرو.

د چين ولسمشر او د جرمني وزيراعظمې د ايران د اېټمي موافقې د ملاتړ او ساتنې په ضرورت ټینګار وکړ. د چين ولسمشر شي جين پينګ د جرمني د وزيراعظمې آنګلا مېرکل په کتنه کښې وويل، برجام يوه نړيواله معاهده ده او پکار دي ساتنه يې وشي.

د جرمني وزيراعظمې آنګلا مېرکل هم په دغه کتنه کښې له برجام څخه د ملاتړ ترڅنګه چين د نړيوالې ټولنې يو مهم غړے او د جرمني مهم تجارتي انډيوال وبلۀ او وې ويل:د دواړو هېوادونو تعلقات يو نوي دور ته داخل شوي دي او جرمني غواړي د چين د ورونو د پراختيا له نوي فرصته په استفادې سره د تجارتي ملګرتيا، پانګونې او د کلتوري تبادلاتو په پياوړتيا لاس پورې کړي.

 

د جرمني وزيراعظمې مېرمن آنګلا مېرکل هم پرون په بيجېنګ کښې د چين له وزيراعظم لی کې چيانګ سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وويل: برلېن او بيجېنګ له برجام څخه په اوسني شکل او بې د امريکې له شتونه ملاتړ کوي.

 

جوان ورځپاڼه

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د دې  خبری په بيانولو سره چې د يو ملت لپاره عزت، عظمت او آبرو له هر څه زياته اوچته چاره ده وويل: که يو ثروتمن او زيات نفوس لرونکی  ملت ولرو خو د يو ستر قدرت په وړاندې ذليل اوسوو نه هيڅ کله نشو بریالې کیدلې . ولسمشر حسن روحاني د خرمشهر د فتحې د شهيدانو د مخصوصو ايثارګرانو د قدرونې په کنګره کښې دې ته په اشارې سره چې د امريکې ولسمشر د سعودي خلک شودې ورکونکې غواګانې بولي او په بې شرمۍ سره وائي چې پکار دي وې لشو،وويل: د يو ملت لپاره سرمايه او ژوند کول ارزښت لري خو له دې نه اوچته چاره د يو ملت مقام او عزت دے.

 

ډاکټر روحاني په دې باندې په ټینګار سره چې که جنګياليو د اسلام او د ايران د اسلامي جمهوريت له پولو او حېثيت څخه دفاع نه کولې نو نن معلومه نه وه چې په کومو حالاتو او کوم ځاے کښې به پراتۀ وو، زياته کړه، په وروستيو څو کلونو کښې مو وليدل چې يو شمېر ترهه ګرو په عراق او سوريې کښې د خلقو له سر، مال او ناموس سره څه لوبې وکړې.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر واضحه کړه، نن د ايران ملت په نړۍ کښې د يو لوے او د قدر وړ ملت په توګه مطرح دے، ځکه چې په يوازې ځان په خداے پاک باندې په تکيه کولو او له پېغمبراکرم (ص) او د هغه حضرت د خاندان له پاکو امامانو سره په توسل سره د دښمن په وړاندې ټينګ اودرېد او دفاع يې وکړه.

ولسمشر روحاني د دې په بيانولو سره چې د مقدسې دفاع په دوران کښې هيڅ  بلې ورځې د ايران خلق د خرمشهر د ازادۍ د ورځې په شان خوشحاله نه کړل، وويل: د غبرګولي د مياشتې د دريمې نېټې پېغام دا دے چې دنيا د خرمشهر په فتح کولو سره ومنله چې ايران ماتې خوړونکی ندی .

 

شمالی کوریا په خپلی ژمنې عمل وکړ خو امریکا دتل په شان دوکه وکړه .

 

له اټومی موافقې د امریکا وتلو دغه هیواد څنګ ته کړی . په ایران کښې دپاکستان پخوانی سفیر جاوید حسین په اسلام اباد کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل له اټومی موافقی دامریکا وتلو دغه هیواد په نړیواله سویه څنګ ته کړی دی . هغه دنړیوالو قواننیو د خلاف ورزۍ په علت په امریکا نیوکې سره وویل له اټومی تړون په وتلو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران ضد اقدام به د واشنګټن لپاره اپوټه نتیجه ولری او په نړیوالې ټولنې کښې دامریکا د څنګ ته کیدا سبب کیږی .

په تهران کښې دپاکستان پخوانی سفیر جاوید حسین د نړیوالې سولې په دوام کښې د اټومی موافقې د اهمیت په بیانولو سره وویل اټومی موافقه  دایران  او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو له څو کاله خبرو او هڅې وروسته لاسلیک شوه پردې اساس ددغه موافقې  دمادو پراساس امریکا په خپل سری توګه له دغه اټومی موافقې نشوه وتلی .

په ایران کښې دپاکستان پخوانی سفیر جاوید حسین په تیرو لسیزو کښې دامریکا دچارواکو د ژمنو ماتولو ته په اشارې سره وویل امریکا په عراق د حملې په شمول  له دې مخکې هم دنړیوالو قوانینو خلاف ورزیانې کړی دی چې نه یوازې دسیمې او دنړۍ  د بې ثباتۍ سبب شوی بلکې په خپل واشنګټن هم تاوان کړی دی