ایران د خپلو ایټمي فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره ضروري وسائل لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72062-ایران_د_خپلو_ایټمي_فعالیتونو_د_بیا_پیلولو_لپاره_ضروري_وسائل_لري
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند له برجامه د امریکې له وتنې سره د مقابلې لپاره د دغې ادارې د تیاریو په هکله وویل: ایران د اړتیا وړ وخت کښې د خپلو ایټمي فعالیتونو د بیا پيلولو لپاره ضروري شرایط لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 14:45 Asia/Kabul
  • ایران د خپلو ایټمي فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره ضروري وسائل لري

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند له برجامه د امریکې له وتنې سره د مقابلې لپاره د دغې ادارې د تیاریو په هکله وویل: ایران د اړتیا وړ وخت کښې د خپلو ایټمي فعالیتونو د بیا پيلولو لپاره ضروري شرایط لري.

«بهروز کمالوندی» نن پریس ټي وي ته په یوه مرکه کښې په دې خبرې سره چې د ایران د ایټمي ټیکنالوجۍ پراختیا او فعالیت بند شوی نه دی، څرګنده کړه: که ایټمي موافقه ختمه شي نو ایران به خپل صلحه ایز ایټمي پروګرامونه لا پراخ کړي چې په حجم، سطحې، د یورانیمو د پخونې په فیصدۍ او نورو مواردو کښې پراختیا پکښې شامله ده.

کمالوندي د ایټمي موافقې په مفادو د ایران د نه پابندۍ په هکله د امریکې د ولسمشر د ادعاؤ په هکله زیاته کړه: په ایټمي معاهدې باندې د ایران د پابندۍ په هکله قضاوت د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په غاړه دی او په هغو لسو کتنو کښې چې دغه آژانس د ایران له ایټمي مرکزونو کړې دي، پر خپلو ژمنو د ایران په پابندۍ پکښې په څرګنده ټینګار شوی دی.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند د برجام (ایټمي موافقې) د ختمیدو په صورت کښې د ایټمي وسلو د تولید او پراختیا د منعې په تړون (این، پي، ټي) کښې پاتې کیدو ته د ایران د ګروهنې په لړ کښې د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: ایران له کال ۱۹۷۴ څخه د دغه تړون غړی دی او تر څو چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه وي، تر هغې به له این، پي، ټي څخه ونه وځي.