د امریکې خارجه وزیر له نړیوالو بدلونونو ډیر لرې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72070-د_امریکې_خارجه_وزیر_له_نړیوالو_بدلونونو_ډیر_لرې_دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: د یوارنیمو د پخولو په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت قانوني حق ثابت شوی دی او ځايي پوهه یې هم په هیواد کښې شته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 15:30 Asia/Kabul
  • د امریکې خارجه وزیر له نړیوالو بدلونونو ډیر لرې دی

د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: د یوارنیمو د پخولو په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت قانوني حق ثابت شوی دی او ځايي پوهه یې هم په هیواد کښې شته.

د ایرنا د خبر له مخې بهرام قاسمي د دې څرګندونو په ځواب کښې زیاته کړه: د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ډیر ناوخته او د ضروري او پوره تحقیقاتو پرته د بهرني سیاست بحثونو او د ایران د غني سازۍ موضوع ته رادانګلي دي خو دی له نړیوالو بدلونونو او حقیقتونو ډیر لرې دی.

قاسمي په دې خبرې سره چې پمپئو د امریکې د تیرو ماته خوړلو خارجه وزیرانو خبرې تکراروي، څرګنده کړه: سپارښتنه کوم چې دی یوځل بیا دا موضوع وڅیړي او ډیر غور پرې وکړي.

د ویلو ده چې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو تیره دوشنبه له ایټمي موافقې د وتنې په لړ کښې د دغه هیواد د ولسمشر د مۍ د اتمې نیټې له اقدامه وروسته د بې بنیاده تورونو د تکرارولو او د ایران خلاف د ډیرو سختو بندیزونو د لګولو په ګواښ سره د یورانیمو د پخونې د تاسیساتو د ړنګولو په شمول د ایران لپاره ۱۲ شرطونه مطرح کړل.