د اروپایانو څرګندونې باید په عمل بدلې شي
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل: که اروپایانو په مذاکراتو کښې د ایران د غوښتنو په ځواب کښې ځنډ وکړ نو د بند کړو ایټمي فعالیتونو د پیلولو لپاره د ایران حق محفوظ دی.
بهروز کمالوندي نن فارس خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې له ایران سره په برجامي مذاکراتو کښې د اروپایانو د ځنډ په بڼه کښې د ایټمي انرجۍ د ادارې د چمتووالي په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فرمایشاتو په باب زیاته کړه: په دې لړ کښې ډیرې غونډې شوې دي او دا موارد له ټولو ماهرانو او مسئولانو سره څیړل شوي دي.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند له برجام (ایټمي موافقې) د امریکې له وتنې وروسته له ایران سره د ملګرتیا د دوام په لړ کښې د اروپايي چارواکو څرګندونې مثبتې وبللې او ویې ویل: د اروپا ګټو له امریکا سره غوټه خوړلې خو اروپایان باید پوه شي چې د ایران غوښتنه پکار دې عملیاتي او اجرايي شي.
کمالوندي په دې خبرې سره چې امریکایانو د درنو اوبو له ځینو مشتریانو غوښتي چې له ایرانه یې ونه پيري، څرګنده کړه: په نړۍ کښې د درنو اوبو بازار د ایران لپاره مهم دی او تهران د خپلې اړتیا د برابرولو ترڅنګ نورې درنې اوبه خرڅولی شي.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې ایران له دوو نه تر دریو اونیو پورې د یورانیمو شل فیصده بډایونه پیلولی شي، زیاته کړه: ایران د ایټمي بټۍ د سونګو د تولید لپاره له روسیې سره د همکارۍ په حال کښې دی څو په اوږده موده کښې د بریښناکوټ سونګ تولید کړي.