امریکا او صهیونیسټ رژیم د ترهګرۍ ملاتړی دی
-
امریکا دداعش ډیر مشران خپلو ځينو پوځي اډو ته انتقال کړي دي
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران دپارلمان دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان دترهګرو ډلو په جوړولو او ملاتړ کولو سره په سیمه کښې د ناامنۍ سبب شوی دی .
هغه نن په تهران کښې د اروپایی اتحادیې د بهرنیو اړیکو په سرویس کښې د ایران او دمینځنی ختیځ د چارو له مسول« کاری ارنبرګ» سره په کتنې کښې دسیمې او دنړۍ حالاتو او په دنیا کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بې ثباتۍ رامینځته کونکو کړچارونو ته په اشارې سره وویل دامریکا جاسوسۍ ادارې په سوریې او عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې دجنګ او دماتی په اخری ورځو کښې ددغه ډلې ډیر مشران خپلو ځینو پوځی اډو ته انتقال کړی دی او بیا د افغانستان شمال د مینځني ختیځ او دافریقا دشمال ځینونورو سیمو ته منتقل کړی دی .
په نړیوالو چارو کښې دایران د پارلمان د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان دسوریې حالاتو ته په اشارې سره وویل ایران له لومړیو څخه په سوریې کښې په سیاسی حل لارې ټینګار درلود او اوس دداعش ډلې په ماتی سره باید د امریکا په شمول خارجی عسکر له سوریې ووځی چې د ټولو خلکو په ګډون سره دازادو انتخاباتو د ترسره کیدا سریزې برابرې شی .
هغه په یمن کښې دسعودی عربستان په جنایتونو او ددغه هیواد په جنوب کښې د ترهګرۍ د ودې په خطر نیوکې سره په بحرین کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ د مخنیوی لپاره دنړیوالې ټولنې داقدام او دغه موضوع ته داروپایی اتحادیې د پام غوښتنه وکړه .
د اروپایی اتحادیې دخارجی اړیکو په سرویس کښې د ایران او دمینځنی ختیځ دچارو مسول کاری ارنبرګ هم په دغه کتنې کښې په سیمه کښې له سولې او ثبات سره په مرسته کښې د ایران مقام او رول ته په اشارې سره دسوریې د کړکیچ په سیاسی حل او په یمن کښې د انسانی غمیزې په ختمیدا ټینګار وکړ .