دصهونیسټ رژیم له مینځه وړل د پوځ یوسترآرمان دی
دایران د پوځ لوی درستیز سردار سید عبدالرحیم موسوی نن په تهران کې د ایران دپوځ د خاتم الانبیاء(ص) دهوا فضا دفاعی غونډ د مخکینیو اونوو قوماندانانو د درنښت او تعرفې په دستورو کې ووئیل د اسلامی ایرا ن دپوځ دخاتم الانبیاء غونډ د هوافضا ځواک د هغو ځوانانو اومبارزانو ځای دی ، چې دهغوی آرمان د جنایتکارې امریکا په مشرۍ د سلطې د نظام نړیدل او د صهونیسټی رژیم له مینځه وړل دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،سردار سید عبدالرحیم موسوی پخپلې وینا کې وئیلی ، که څه هم مونږ جنګ نه غواړو ،خو ګورو ، چې دغه مبارزان په بې صبرۍ سره په انتظار دی چې که یوه ورځ راشی ، او دښمن کومه تیروتنه وکړی ، نو داسې مقابله به ورسره وکړی ، چې دښمن پښمانه کړی .
سردار موسوی د ایران د پوځ دخاتم الانبیاء دغونډ د هوافضا دفاعی سسټم د قوماندان په څوکۍ د درستو قواؤ دکمانډرانچیف په حکم سره د سردار تورن جنرال علی رضا صباحی فرد دټاکل کیدا په باب د مبارکۍ په وئیلو سره ډاډ څرګند کړی ،د سردار صباحی فرد په شتون سره به چې په هوافضا دفاعی سسټم کې اوږده مخینه لری ، دغه غونډ لازیات پیاوړی شی .
سردار علی رضا صباحی فرد هم په دغو دستورو کې د پوځی توان لوړتیا د ایران د پوځ د هوا فضا دفاعی نظام دغونډ یو خورا مهم لومړیتوب وبالۀ.