دصهونیسټ رژیم له مینځه وړل د پوځ یوسترآرمان دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72562-دصهونیسټ_رژیم_له_مینځه_وړل_د_پوځ_یوسترآرمان_دی
دایران د پوځ لوی درستیز سردار سید عبدالرحیم موسوی نن په تهران کې د ایران دپوځ د خاتم الانبیاء(ص) دهوا فضا دفاعی غونډ د مخکینیو اونوو قوماندانانو د درنښت او تعرفې په دستورو کې ووئیل د اسلامی ایرا ن دپوځ دخاتم الانبیاء غونډ د هوافضا ځواک د هغو ځوانانو اومبارزانو ځای دی ، چې دهغوی آرمان د جنایتکارې امریکا په مشرۍ د سلطې د نظام نړیدل او د صهونیسټی رژیم له مینځه وړل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2018 12:50 Asia/Kabul
  • دصهونیسټ رژیم له مینځه وړل د پوځ یوسترآرمان دی

دایران د پوځ لوی درستیز سردار سید عبدالرحیم موسوی نن په تهران کې د ایران دپوځ د خاتم الانبیاء(ص) دهوا فضا دفاعی غونډ د مخکینیو اونوو قوماندانانو د درنښت او تعرفې په دستورو کې ووئیل د اسلامی ایرا ن دپوځ دخاتم الانبیاء غونډ د هوافضا ځواک د هغو ځوانانو اومبارزانو ځای دی ، چې دهغوی آرمان د جنایتکارې امریکا په مشرۍ د سلطې د نظام نړیدل او د صهونیسټی رژیم له مینځه وړل دی .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،سردار سید عبدالرحیم موسوی پخپلې وینا کې وئیلی ، که څه هم  مونږ جنګ نه غواړو ،خو   ګورو ، چې   دغه مبارزان په بې صبرۍ سره  په انتظار دی  چې  که یوه ورځ  راشی ،  او دښمن کومه تیروتنه وکړی ، نو  داسې  مقابله  به ورسره وکړی ، چې  دښمن پښمانه کړی .

سردار موسوی   د ایران د پوځ  دخاتم الانبیاء  دغونډ د هوافضا دفاعی  سسټم  د قوماندان په څوکۍ  د درستو قواؤ دکمانډرانچیف  په حکم سره  د سردار تورن جنرال  علی رضا  صباحی فرد  دټاکل کیدا په باب د مبارکۍ په وئیلو سره  ډاډ څرګند کړی ،د سردار صباحی فرد په شتون سره  به  چې   په هوافضا دفاعی سسټم کې  اوږده مخینه لری ،  دغه  غونډ لازیات  پیاوړی شی .

  سردار  علی رضا صباحی فرد  هم په دغو دستورو کې  د پوځی  توان لوړتیا   د  ایران د پوځ د هوا فضا دفاعی نظام  دغونډ  یو خورا مهم لومړیتوب وبالۀ.