داسلامی ایران دفاعی او توغندوی توانمنۍسره کرښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72570-داسلامی_ایران_دفاعی_او_توغندوی_توانمنۍسره_کرښه_ده
ایران دتیرو تجروبو په اساس او د ملت او هیواد دامنیت د تضمین په موخې سره خپلې دفاعی توانمنۍ نوره هم زیاتوی ، او دایران د فاعی وسلې به دخپلو متحدانو په ملاتړ کې هم وی او اسلامی ایران به هیڅکله هم د دغو وسلو له پیاوړتیا، د دقت او چټکتیا له زیاتولو لاس په سر نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2018 13:41 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران دفاعی او توغندوی توانمنۍسره کرښه ده

ایران دتیرو تجروبو په اساس او د ملت او هیواد دامنیت د تضمین په موخې سره خپلې دفاعی توانمنۍ نوره هم زیاتوی ، او دایران د فاعی وسلې به دخپلو متحدانو په ملاتړ کې هم وی او اسلامی ایران به هیڅکله هم د دغو وسلو له پیاوړتیا، د دقت او چټکتیا له زیاتولو لاس په سر نشی .

 زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  ویندوی  سردار رمضان شریف  نن  دلبنان له المیادین  ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې  په دې په ټینګار سره چې  ایران  دفاعی  او  توغندوی توانمنۍ   دایران سره کرښه ده ، او په دې باب  به له اروپایانو سره  هیڅ ډول خبرې  ونه کړی ، روښآنه کړې، ایران دتیرو تجروبو په  اساس  او د ملت او هیواد دامنیت د تضمین په موخې سره  خپلې دفاعی توانمنۍ نوره هم زیاتوی ، او دایران  د فاعی وسلې  به  دخپلو متحدانو  په ملاتړ کې هم وی  او  اسلامی ایران به هیڅکله هم  د دغو وسلو  له پیاوړتیا، د دقت او چټکتیا له زیاتولو  لاس په سر نشی . 

سردار شریف  همدرااز  دفلسطین دمقاومت  ډلو توانمنیو ته په اشارې سره  زیاته کړې ، فلسطینیان دومره  قدرتمند او توانمن شوی دی ، چې  دوی  له بهرنیو مرستو ترلاسه کولو بې نیازه کوی .

  اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک ویندوی  ددې خبرې  په کولو سره چې   دفلسطین اوسنی نسل  په ځان باندې تکیه کوی  او  د بیرته ستنیدا دحق  نومې لاریون پر دې موضوع  خورا ښه دلیل دی  ووئیل ؛ دبیرته ستنیدا دحق نومې   بې مخینې لاریون ،   له فلسطنیانو  د ملاتړ او پشتیبانۍ  دزیاتولو لپاره د ایران دملت هوډ لازیات کړی دی . .