د ایران د غبرګولی د ۱۳ نیټې ځینې مطبوعات
سبا د حضرت امام خمینی رح د رحلت په ۲۹ کلیزه کی د ایران د اسلامی جمهوریت له بنسټ ګر سره تجدید میثاق کیږی
جمهوری اسلامی
نوموړی ورځپاڼۍ هم د نورو درستو ورځپاڼو په شان په خپل لومړی مخ د مولای متقیان ، عرشیان و فرشیان حضرت امام علی علیه سلام دضربت خوړلواو دشهادت د شپو ورځو په مناسبت تسلیت ویلی دی.
سبا د حضرت امام خمینی رح د رحلت په ۲۹ کلیزه کی د ایران د اسلامی جمهوریت له بنسټ ګر سره تجدید میثاق کیږی .
د قدس او انتفاضی د مرکزی کمیټۍ مشر وویل د جمعی د قدس د نړیوالی ورځې مظاهری دایران په ۹۰۰ ښارونو کی ترسره کیږی .
صیهونیسټ رژیم د لبنان د حزب ا... له پوځی وسونو سخت وحشت کړی دی .
د سوریې خارجه وزیر وویل په سوریه کی د ایران شتون قانونی دی .
روحانی ویلی دی له اټومی موافقې وتل دامریکا د ژمنو دماتولونښه ده . هغه وویل نن سبا حتی امریکا دایران پرضد د دباو د راوړلو لپاره هیڅ پلمه نلری ځکه چې ایران خپلې ژمنې او تړون ته وفاداره دی او دنړیوالې ټولنې د درنښت وړ د اصولو احترام یې کړی دی او دا مقابل لوری(امریکا) دی چې له اټومی تړون په وتلو سره یې نړیوال مقررات او اصول تر پښو لاندې کړی دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی ډاګینه کړه امریکا دلومړی ځل لپاره په یوې مهمې سیاسی مخامختیا کښې چې کله وغوښتل دایران ملت محکوم کړی له څو کوچینو هیوادونو پرته ددنیا ټول هیوادونه د واشنګټن په مقابل کښې ودریدل او دا دایران دملت لپاره ستر بریالیتوب دی .
هغه دملګروملتونوپه امنیت شورا کښې دقدس او د فلسطین د موضوع په وړاندې دامریکا له سیاستونو سره د هیوادونو وروستی مخالفت ته په اشارې سره وویل په امنیت شورا کښې د فلسطین دغزې تړانګې د خلکو پرضد دامریکا پلان یوازې یوه موافقه رایه لرله چې دا د مسلمانانو او دسیمې لپاره ستر بریالیتوب دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی ډاګینه کړه دا خبره چې امریکا د فلسطین او دغزې تړانګې پرضد پریکړه لیک دملګروملتونو امنیت شورا ته یوسی او ورته مثبته رایه ورکړی او د امنیت شورا نور څوارلس غړی دغه پریکړه لیک ته مخالفې یا سپینې رایې ورکړی د فلسطین دملت ، مسلمانانو او دسیمې دټولو خلکو لپاره یو بریالیتوب دی .
یمن د اماراتو د حملی په ځواب کی ویلی دی ابوظهبی به نور په امن کی نه وی .
امریکا د ملګرو ملتو په امنیت شورا کی په بشپړه توګه منزوی شوی ده ، په امنیت شورا کی یوازې امریکا خپل اسراییلی پریکړه لیک ته رایه ورکړه .
په پاکستان کی د ایران سفیر، او د پاکستان د سنټ مشر، د دوه اړخیزو په تیره بیا پارلمانی همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
اطلاعات
د قدس د نړیوالې ورځې مظاهرې د ایران په ۹۰۰ ښارونو کی ترسره کیږی .
د ایران د ملی امنیت د لوړی شورا سیکرټر شمخانی وایی په سوریه کی به د ایران مستشاری شتون دوام ولری .
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی دیمن پرضد له سعودی عربستان سره د صهیونیسټ رژیم پوځی ملګرتیا جوته کړه .
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ویندوی سردار رمضان شریف په دې په ټینګار سره چې د ایران دفاعی او توغندوی توانمنۍ دایران سره کرښه ده ، او په دې باب به له اروپایانو سره هیڅ ډول خبرې ونه کړی ، روښآنه کړې، ایران دتیرو تجروبو په اساس او د ملت او هیواد دامنیت د تضمین په موخې سره خپلې دفاعی توانمنۍ نوره هم زیاتوی ، او دایران د فاعی وسلې به دخپلو متحدانو په ملاتړ کې هم وی او اسلامی ایران به هیڅکله هم د دغو وسلو له پیاوړتیا، د دقت او چټکتیا له زیاتولو لاس په سر نشی .
د افغانستان دملکی خلکو دساتنې لپاره دغور ډلې په نوم یوې غیر حکومتی ډلې په یوه راپور کښې په تیرې می میاشت کښې د هیواد دڅه دپاسه پینځه سوه ملکی خلکو د وژل کیدا او دژوبلیدا خبر ورکړ ی دی . دغه ډلې په خپل راپور کښې وویل په تیرې می میاشت کښې په افغانستان کښې یوسل درې اتیاملکی خلک وژل شوی او درې سوه اوه دیرش نور ژوبل شوی دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د اټومی انرژی ادارې ویندوی وویل که د اراک ری ایکټر لپاره بد شرایط رامینځته شی نو ایرانی ماهران د اوسنی بیا پلان شوی ری ایکټر د بشپړولو جوګه دی
په ایران کښې دنړۍ ترټولوستری روژه ماتی ورکول کیږی . په ټوله نړۍ کښې د روژې دمبارکې میاشتې دستورې روانې دی او درحمت او فضلیت په دغه میاشت کښې د ایران او د پاکستان په شمول په ډیرو هیوادونو کښې د روژه ماتی ځانګړی مراسم ترسره کیږی . خو په ایران کښې نه یوازې د روژه ماتی بلکې د نړۍ د ترټولو ستر روژه ماتی دستورې کیږی چې زرګونو خلکو ته پکښې ډوډۍ او روژه ماتی ورکول کیږی .
دایران په سپیڅلی ښار مشهد کښې په حضرت امام رضا علیه السلام سپیڅلی حرم کښې هر کال د روژې دمبارکې میاشتې په ورځو کښې هره شپه له پنځوسو زروزیاتو روژه تیانو ته افطارۍ یعنی روژه ماتی ورکول کیږی چې یو ریکارډ ګڼل کیږی .
په امام رضا علیه السلام علیه السلام سپیڅلی حرم کښې څه دپاسه پنځوسو زروروژه تیانو ته په روژه ماتی ورکولو سربیره په هوټلونو کښې دیره روژه تیانو ته هم روژه ماتی ورکول کیږی .
دنړۍ اوو صنعتی هیوادونو (( G7)په ډلې کښې دامریکا شپږوشریکو هیوادونو په یوې ګډې بیانیې کښې د واشنګټن په یو اړخیزه تجارتی اقداماتو اندیښه څرګنده کړه او دامریکا په مقابل کښې یې د پریکنده اقدام د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
کیهان
دغې ورځپاڼي هم په خپل لومړی مخ د حضرت امام خمینی رح یو ستر انځور چاپ کړی دی او هغو له قوله یې په غټو ټکیو لیکلی دی ، تر څو چی مبارزه شته مونږه شته یو .
د یمن انصار ا... ویلی دی تاجران دغه ګواښ جدی وبولی ، ابوظهبی نور امن ندی .
د حضرت امام خمینی رح لمسی سید حسن خمینی ویلی امام خمینی رح د زور وینو په وړاندی شاتګ نه کاوه .
د مهاجرت نړیوال سازمان IOM له ایران څخه د افغان مهاجرینو د ستنیدو د زیاتوالی خبر ورکړ. د مهاجرت نړیوال سازمانIOM وایی، په وروستیو پنځو میاشتو کې ۲۸۵ زره افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوی دی .
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند د عمومی منشی مرستیال وویل: حضرت امام خمینی ره د مسلمانانو په منځ کی د وحدت او یو والی منادی ؤو . ناصر شیرازی د امام خمینی ره د ملکوتی رحلت د ۲۹ کالیزې په درشل کی زیاته کړه دوی د حقیقت په بیانولو، له مظلوم څخه په دفاع کولو، او له ستمګر سره په مقابله کی یوه شیبه شک ونه کړ، او د انقلابی لارې په دوام کی یی خطا ونه کړه .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر ویاند نبیل ابو ردینه وویل دفلسطین دخلکو پرضد دامریکا غلیمانه سیاستونه په تیره بیا د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د وروستیو پریکړه لیکونو ویټو کول د فلسطین له ایډیل سره په تضاد کښې دی او دصهیونیسټ رژیم د ناجایزو ګټو تامینونکی دی .
د پاکستان د نواز مسلم لیګ، او پیپلز پارټۍ دؤو ګوندونو، د پارلمانی انتخاباتو د احتمالی ځنډیدو په هکله خبرداری ورکړی دی .
د ايران خارجه وزیر ظریف د غزې په تړانګه کښې د يوې فلسطيني نرسې شهادت د صهيونېسټ رژيم لپاره يو بل شرم وبالۀ.