د امریکې دسیسې به په ملي پیوستون سره ماتې وخوري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72762-د_امریکې_دسیسې_به_په_ملي_پیوستون_سره_ماتې_وخوري
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: امریکا چې نن سبا د ایران خلاف د بندیزونو په څارنې او پلانونې لګیا ده، په ملي پیوستون او یووالي سره به خامخا ماتې وخوري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2018 03:07 Asia/Kabul
  • د امریکې دسیسې به په ملي پیوستون سره ماتې وخوري

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: امریکا چې نن سبا د ایران خلاف د بندیزونو په څارنې او پلانونې لګیا ده، په ملي پیوستون او یووالي سره به خامخا ماتې وخوري.

علاء الدین بروجردي ایرنا ته په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب یوه ستره وجه د ایران د ولس د کلمې وحدت و، څرګنده کړه: د هغو ګڼو بندیزونو او دسیسو په ماتې کښې چې په تیرو څلورو لسیزو کښې د ایراني ولس خلاف په تیره بیا د امریکایانو لخوا ترسره شوې دي، ملي وحدت او یووالی مخکښ پاتې شوی او دا سیاست باید په جدیت سره جاري پاتې شي.

ښاغلي بروجردي همداشان د برجام (ایټمي موافقې) په هکله د ایران او اروپا مذاکراتو ته په اشارې سره زیاته کړه: د اسلامي انقلاب معظم رهبر یولړ داسې شرطونه مطرح کړل چې په مذاکراتو کښې یې خامخا باید خیال وساتلی شي.