دقدس په لاریونونو کښې دګډون په خاطر دایران دملت قدرونه وشوه
-
پرون دایران په څه دپاسه نهه سوه(۹۰۰) ښارونو کښې د قدس دنړیوالې ورځې ستر لاریونونه وشول .
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی تبلیغاتو د غږملتیا شورا دقدس دنړیوالې ورځې په لاریونونو کښې د اسلامی ایران دستر ملت دپرتمینه ګډون د سترې حماسې د رامینځته کولو قدرونه وکړه .
دغه شورا وویل دنړۍ په څه دپاسه نوی(۹۰) هیوادونو کښې له نورو مسلمانانو سره یوځاې په تهران او دایران په څه دپاسه نهه سوه(۹۰۰)ښارونو کښې د روان کال دقدس دنړیوالې ورځې لاریونونه په حقیقت کښې د امریکا د مستکبر حکومت د پیړۍ دمعاملې ستره ماتی ځان پسې لرله .
دایران داسلامی تبلیغاتو دغږملتیا شورا په بیانیې کښې ویل شوی دی د روژې دمبارکې میاشتې په اخری جمعې او دقدس په نړیوالې ورځې اسلامی ایران دنړۍ له نورو عدالت غواړو او پتیالیو سره غږمله او یوه(۱) خوله د فلسطین ، د اسلام او دمظلومانو د دفاع او د ترهګرو له روزونکی صهیونیسټ نیواکګرو سره د مبارزې شعارونه ورکړل او دنړۍ رسنیو هم دصهیونیسټ نیواکګرانو د زور زیاتې او دتیری پرضد د غوسې او د فلسطین په ملاتړ کښې د ارادو تل پاتې ستر موردونه د تاریخ په زړه کښې ثبت کړل .
پرون دایران په څه دپاسه نهه سوه(۹۰۰) ښارونو کښې د قدس دنړیوالې ورځې ستر لاریونونه وشول .
ددغو لاریونونو په پاییز پریکړه لیک کښې د قدس شریف په ازادۍ ، دصهیونیسټ نیواکګرانوله سلطې د فلسطین د بې دفاع او مظلوم ملت د خلاصیدا او دایران داسلامی انقلاب د یوه(۱) ستر ایډیل په توګه د اسرائیلو د سرطانی دانې د له مینځه تلو لپاره په هڅې ټینګار وشو .