ایران د امریکا د دښمنیانو په وړاندی دریدلی دی
ښاغلی لاریجانی نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کی د امریکا د ولسمشر د وروستیو ایرانی ضد څرګندونو په اړه زیاته کړه ټرمپ په داسې حال کی چی د ایران پرضد د سختو بایکاټونو خبره کوله ، د مسلو د اواری لپاره له ایران سره د نویو خبرو اترو د یو ډول ضرورت مدعی شوی دی .
د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی وویل امریکا دې ډاډمنه شی چی د ایران ملت به دامریکا او صیهونیسټانو د دښمنیانو په وړاندی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود تر ځیرې مشرۍ لاندې په پیاوړی ارادی سره خپلې لارې ته دوام ورکړی .
ښاغلی لاریجانی نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کی د امریکا د ولسمشر د وروستیو ایرانی ضد څرګندونو په اړه زیاته کړه ټرمپ په داسې حال کی چی د ایران پرضد د سختو بایکاټونو خبره کوله ، د مسلو د اواری لپاره له ایران سره د نویو خبرو اترو د یو ډول ضرورت مدعی شوی دی .
لاریجانی د دې خبرې په کولو سره چی د سیاست دنیا د عقلانی محاسباتو او مروداتو ځای دی ، نه د بی نزاکته سیاسی کړنو ، جوته کړه کله چی ټرمپ ایټمی موافقه حرفه ای او اخلاقی ژمنو ته له پامه پرته په ډیرې اسانۍ سره تر پښو لاندې کوی ، نو څه توقع لری چی څوک د هغه ادعاګانو ته پام وکړی .
د ایران د پارلیمان مشر د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ایران مسولان د اروپا د وخت له ټاکلو پرته ژمنو په تمه نه پاتی کیږی ، جوته کړه که اروپا ایټمی موافقه ساتلې شی نو باید خپله فیصله جوته او چټکه اعلان کړی ، کنی نو د ایران اسلامی جمهوریت راتلونکی ګامونه څه په ایټمی مسلو او څه په نورو مسلو کی پورته کوی .
د می میاشتی په اتمه نیټه له ایټمی موافقې په وتلو کی د ټرمپ له اقدام او د برجام د ساتلو لپاره د ار وپایی هیوادونو له اقدامه وروسته ایران اروپایانو ته محدود فرصت ورکړ تر څو عملی تضمین ورکړی چی د امریکا د بایکاټونو د ستنیدا په وخت د ایران د ایټمی موافقې ګټې تامین شی .