له ایران سره دې دایټمی موضوع په باب نوی موافقه وشی
داسلامی ایران لوړپوړو چارواکو له امریکاپرته له ۱+۴ هیوادونو سره خپلې خبرې اترې پیل کړی او دوی ته ئې محدود وخت ورکړی ،څو په دغې ایټمی موافقې کې دې دایران درستې ګټې تامین کړی ،څو ایران په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې پاتې شی .
فارس خبری آ ژانس راپورورکړی، دامریکا دخارجه وزیر قایمقام کریسټوفر فورډ بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،که ایران ئې ومنی ،له امریکا سره نوی موافقه وکړی ، نو دغه هیواد تیار دی ، دبندیزونو دسسټم اصلی مولفې ختمې کړی .
دا موضوع له دې مخکې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم مطرح کړې ده .
په داسې حال کې چې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس په کرتو د ایران دایټمی فعالیتونو سوله ایز والی تائید کړی دی ، کریسټوفر فورډ وائی ایران باید ځان د سوله ایزو چلندونو ته ژمن کړی .
جامعه ایټمی موافقه درې کاله مخکې د ایران او ۵+۱دلې ترمینځ په داسې حال کې لاسلیک شوی چې درستې نړۍ ئې هرکلی کړی او د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس هم له دغې نړیوالې ایټمی موافقې وروسته دایران سوله ایز ایټیم فعالیتونه تائید کړی دی ، خو بیا هم امریکا په یواړخیزو او کارړنګونکو اقداماتو سره له دغې نړیوالې موافقې مخ اړولی او اوس یو ځل بیا غواړی په دې اړه نوی موافقه وکړی .
داپه داسې حال کې دی چې داسلامی ایران لوړپوړو چارواکو له امریکاپرته له ۱+۴ هیوادونو سره خپلې خبرې اترې پیل کړی او دوی ته ئې محدود وخت ورکړی ،څو په دغې ایټمی موافقې کې دې دایران درستې ګټې تامین کړی ،څو ایران په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې پاتې شی .