قاسمي: د کېنېډا د پارلېمان اقدام يوه سټراټيجکه غلطي ده
د ايران د خارجه وزارت وياند د کېنېډا په پارلېمان کښې له ايران سره د تعلقاتو د محدوديت د طرحې د تصويب په ردعمل کښې دغه طرحه يو سټراټيجکه غلطي وبلله.
د کېنېډ پارلېمان پرون د يوې طرحې په تصويبولو سره د دغه هېواد حکومت له ايران سره د سياسي تعلقاتو د ټينګولو لپاره د هر ډول خبرو اترو له دوام څخه منعې کړ.
بهرام قاسمي نن د کېنېډا په پارلېمان کښې د دغې طرحې د تصويبېدو په غندلو سره وويل: د داسې طرحې مطرح کېدل د ترهه ګرۍ له سپېرې ښکارندې سره په مقابله کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له روښانه او منطقي دريځونو څخه د کېنېډائي قانون جوړونکو د دقيقو او کافي اطلاعاتو د نيشتوالي نتيجه ده.
د ايران د خارجه وزرات وياند د دې په بيانولو سره چې د نړۍ عامه افکار له ترهه ګرۍ څخه د ايران د ملاتړ په شان د چټي او غلطو تورونو نسبت ورکول هيڅکله نه مني، زياته کړه، د ايران خلق په تېرو لسيزو کښې خپله د ځينو معلومو هېوادونو تر ملاتړ لاندې ترهه ګرۍ قرباني ګرځېدلي دي.
قاسمي تاکيد وکړ، د ايران خلق خپلو سوچه اخلاقي اصولو او کلتوري تعليماتو ته په پام سره تل له تندلاريتوب او ترهه ګرۍ سره د مبارزې مخکښ وو او دي.
هغه همدارنګ د داسې غېر سنجيده او بې بنيادو طرحو د تصويبېدو د نتائجو په باره کښې د خبرداري په ورکولو سره اميد څرګند کړه، د کېنېډا حکومت دې د ايران د اسلامي جمهوریت له روښانه سياستونو څخه په پوره اګاهۍ او د سيمې او نړۍ د نننيو حساسو حالاتو په درک کولو سره د دغې طرحې د وروستي تصويب او د دواړو هېوادونو په تعلقاتو باندې د هغې د خرابونکي تاثير مخه ونيسي.