د مشرتابه لیدتوګه؛د مسلمان ملتونو پر مټ د صهیونیسټ رژیم نابودی
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت د نظام له مسئولینو،د خلکو د بیلابیلو پرګنو او د اسلامی هیوادونو له سفیرانو سره په کتنه کښې وفرمایل:صهیونیسټ رژیم په سیمه او اسلامی هیوادونو کښې د اختلاف اصلی لامل دی.
حضرت آیت الله خامنه ای په دې کتنه کښې د اسلامی امت او ټولنې د شرافت او کرامت یو ترټولو مهم عنص او لامل د اختلافاتو ختمول او اتحاد وبله او روښانه یې کړه:د صهیونیسټ رژیم مشکل ناروا والی دی او داسې رژیم چې پرباطل بنسټ جوړ شوی،په الهی توفیق او مسلمانو ملتونو په همت به خامخا نابود او له مینځه لاړ شی.هغوئ ټینګار وکاوه:درستی تاریخی تجربې د دې ښودنه کوی چې صهیونیسټ رژیم چې د رواوالی مشکل لری،پاته نه شی.
کله چې د انګلستان په فتنه په لویدیځې آسیا کښې د صهیونیسټ رژیم سپیره تخم وکرل شو،د اسلامی نؤۍ نکبت پیل او د اسلامی هیوادونو ترمینځ د اختلاف او نښتو بنسټ کیښودل شو.اسراییلو رژیم د دروغو له مخې د فلسطینیانو په پلنی وطن کښې جوړ شو او دغه اقدام د اسلامی هیوادونو تر مینځ د درز،د ورځینیو جنایتونو،نیواکګری او د فلسطینیانو د په زوره کډه کولو لامل شوی دی.د مسلمانانو لومړنۍ قبله قدس د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف لپاره ونیول شو او د انګلستان په سیاست کښې ریښه لری او په بیلا بیلو رودو د نیوکګر رژیم د ساتلو لپارهلاهم دوام لری.د همدغه سیاست په دوام کښې ځینې عربی هیوادونه د پیړۍ معاملې په چوکاټ کښې له ناروا رژیم سره د اړیکو د ټینګولو هڅه کوی خو د اسلامی د معظم لارښود په وینا،د فلسطین نقشه د نړۍ له جغرافیایی او نارخی حافظې نه شی حذفول کیدای.
د صهیونیزم ضده یهودیانو نړیوالې ډلې ویاند خاخام ډاویډ وایس له پریس ټی وی سره په مرکه کښې وویل:د اسرایلو وجود ناروا او د تورات پر خلاف دی او په اساسی توګه د فلسطین نیواک د الهی حکم او تورت پر خلاف دی.هغه بیا په غزې کښې د فلسطین د مظلومو خلکو له مقاومته په ملاتړ سره زیاته کړه:اسراییل نه یوازې غیرقانونی موجود دی بلکې پر خلکو ظلم کوی او فلسطینیان وژنی.
له بدمرغه د فلسطین پر مظلوم اولس د صهیونیسټانو جنایتونه په داسې حال کښې دوام لری چې د عربو ځینو کمزورو واکمنانو د آمریکا په ملاتړ سره له اسراییلو رژیم سره اړیکې ټینګې او بیت المقدس ته یې د آمریکا د سفارت د انتقالولو ملاتړ کړی چې دغه چاره د پیړۍ معاملې په چوکاټ کښې تعقیبیږی چې تر ذلته زیات بل څه نه دی.
د پیړۍ معاملې په بهیر کښې د عربستان د رول په هکله یو ایراییلی ختیځ پیژاند شمرت میئر باوری دی؛د پیړۍ معامله،د آمریکا د اولسمشر ټرمپ د حکومت یو ځانګړی پروګرام دی او سعودی ولی عهد محمد بن سلمان د دغه پلان د عملی کولو لپاره یو مهم لوری دی.خو لکه څنګه چې د مشرتابه ستر مقام ټینګار کړی؛په سیمه کښې د استکبار سیاست د مسلمانانو او اسلامی هیوادونو تر مینځ د اختلاف او درز اچول دی او د جنایتکارې آمریکا او صهیونیسټانو له دغه سیاست سره د مقابلې یوازینۍ لاره د دښمن د پلانونو پیژندل او په وړاندې یې دریدل دی.په دې لړ کښې د درستو اسلامی ملتونو هڅې او همت اړین دی او د فلسطین په اړه یو غږ د صهیونیسټ رژیم د پای په معنا دی.