دپاکستان د غوښتنو ردیدل د اوربندد نادوام علت دی
-
طالبان په یوازې ځان او په خپلواکه توګه د سولې په خبرو کښې دګډون فیصله نشي کولای .
د ایران او دسیمې دسیاسی مسائلو کارپیژاند پیر محمد ملازهی زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل دافغانستان له طالبانو سره دکابل د حکومت د اوربند ددوام د نه موندلو علت د پاکستان له غوښتنو سره دافغانستان مخالفت دی .
هغه د پاکستان دغوښتنو د مطرح کولو لپاره افغانستان ته دپاکستان دپوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا دوه(۲) اونۍ مخکې سفر ته په اشارې سره وویل داسې ښکاری د اوربند او دسولې مسله ددې پرځاې چې د افغانستان له حکومت او طالبانو سره اړه ولری ډیر د پاکستان او دافغانستان له اړیکو سره ارتباط لری .
پیر محمد ملازهی ډاګینه کړه د ډیورینډر سرحدی کرښې په باره کښې د خبرو اترو لپاره د کابل موافقت ، په افغانستان کښې د هندوستان دنفوذ مخنیوی او د پاکستان د حکومت دمخالفانو ورسپارل له افغانستان څخه دپاکستان دپوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا غوښتنې وې چې دافغانستان دحکومت له مخالفت سره مخ شوی دی .
دایران او دسیمې د چارو کارپیژاند پیر محمد ملازهی وویل د افغانستان ولسمشر اشرف غنی نشی کولای په اسانۍ سره د پاکستان لخوا د مطرح شویو غوښتنو په اړه فیصله وکړی ځکه چې له جدی ولسی مخالفتونو سره به مخ شی .
هغه وویل دافغانستان د خلکو له نظره دطالبانو ډله د پاکستان له ملاتړونو برخوره ده او په همدې دلیل طالبان په یوازې ځان او په خپلواکه توګه د سولې په خبرو کښې دګډون فیصله نشی کولای .