په بشری حقوقوکې ایران دلویدیځی جنایتکارومدعیانوپه وړاندې غوښتونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74102-په_بشری_حقوقوکې_ایران_دلویدیځی_جنایتکارومدعیانوپه_وړاندې_غوښتونکی_دی
داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی ، باید ددښمن ،بدغواړی او دسیسه ګر او تورلګونکی په مقابل کې پریکنده عمل وشی ،البته د ولس په وړاندې پکار ده ، په تواضع او زړه سواندۍ او مینې سره عمل وشی او له هغوی سره تفاهم وشی څو دعمومی افکارو اعتماد اوباؤر جلب کړائ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2018 11:01 Asia/Kabul
  • په بشری حقوقوکې ایران دلویدیځی جنایتکارومدعیانوپه وړاندې غوښتونکی دی

داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی ، باید ددښمن ،بدغواړی او دسیسه ګر او تورلګونکی په مقابل کې پریکنده عمل وشی ،البته د ولس په وړاندې پکار ده ، په تواضع او زړه سواندۍ او مینې سره عمل وشی او له هغوی سره تفاهم وشی څو دعمومی افکارو اعتماد اوباؤر جلب کړائ شی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای نن  دایران دقضایه قوې له مشر او نورو مسئولانو سره په کتنې کې  د دښمنانو د سرزوریو په وړاندې دایران د ملت دحقوقو دپوره کیدا لپاره دایران دقضایه قوې  په فعالیتونو  دخوښۍ په ښودلو سره  وفرمائیل ،  دبشری حقوقو په مقولې کې  اسلامی ایران  د لویدیځی جنایتکارو مدعیانو په وړاندې   مطالبه کونکی او غوښتونکی دی .

 دوی همداراز  په دغې کتنې کې  په تیرو لسیزو کې  د نړۍ  په بیلابیلو سیمو  کې   دامریکا دبشری حقوقو  غمیزو   او هم   په هند براعظمګی ا و دافریقا په لوئې وچې کې  دانګریزانو اوفرانسویانو  جنایتونو  ته په  اشارې سره  ووئیل؛ په همدغو کلونو کې  له داعش څخه په ملاتړ او هم  په سورئې ، میانمار  او نورو سیمو کې دلویدیځوالو  کړچار ،  له بشری حقوقو  دملاتړ دبې شرمو مدعیانو  د دوامدارو دروغو  ښودنه کوی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود  روښآنه کړې ، نن سبا په نړۍ کې  په پروپیګنډو او دتبلیغاتو په پیچلو رودو سره  تور سپین ، او مطلق باطل  هم حق بریښوی ، خو له بده مرغه ،دمونږ ډیرې ادارې،  دعمومی اعتماد د جلبولو موضوع  او دقیقو  او هنرمندانه رسنئ کارونو ته څه خاص اهمیّت نه ورکوی . 

  دوی دغه راز  د سمو تبلیغاتو  دضرورت په باب  هم وفرمائیل ؛  نن سبا  دایران پر  قضایه قوې ،  د بهرنیو  دښمنانو او د داخلی غافلو  له خوا پروپیګنډیز  او رسانئ دباؤونه  زیات شوی دی   ، په دې ډول چې  په دغو تبلیغاتو اوپروپیګنډو کې ،  یو بې رحمه قاتل  چې  دامنیت ساتونکی څو ځوانان ئې  قتل کړی ،  او په یوه قانونی  او څو میاشتنی  منصفانه بهیر  کې  دهغه په جرم  څیړنې  شوی او محکوم شوی دی ، مظلوم بریښول کییږی  او زړه سوانده او د مظلومانو د حقوقو تعقیبونکی  قضایه قوه  ظالمه اوتیریګره معرفی  کیږی . 

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  په هغو څرګندونو په نیوکو سره چې    په درستو ادارو کې د خور شوی  فساد تصور ،عمومی افکارو ته  په مستقیم اویا غیر مستقیم ډول  القا کوی ، وفرمائیل؛  په ځینو  حاکمیّتی ، ولسی  او  دکارکسب     په ادارو  کې   فساد شته ، خو   عمومی فساد واقعیّت نه دی  او باید دغه  غلط تصور  په  عمومی ذهنونو کې وانه چول شی .