د ایران د چنگاښ د نهمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74202-د_ایران_د_چنگاښ_د_نهمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د فارس خلیج د چڼ ځای د دوهم فاز په پرانستونکیو دستورو کی وویل خپل دښمن ته د ایران مقاومت ، عزت او کلتور اقتدار وښیو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2018 07:36 Asia/Kabul
  • د ایران د چنگاښ د نهمې نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د فارس خلیج د چڼ ځای د دوهم فاز په پرانستونکیو دستورو کی وویل خپل دښمن ته د ایران مقاومت ، عزت او کلتور اقتدار وښیو

 

جمهوری اسلامی

 

امریکا د ایران د تیلو د صادراتو  له سل فیصده بایکاټه شاتګ وکړ .

 

د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړیو د ایران د ایټمی موافقې د بشپړه اجرا غوښتنه وکړه .

د یمن په چارو کی د ملګرو استازی وایی په یمن کی ښکیل لوری ډیرذ ژر خبرې اترې کوی .

بهرام قاسمی وایی په سیمې کې ترهه ګری اوبې ثباتی دامریکادغلطو سیاستونونتیجه ده . دایران دخارجه وزارت ویندوی  بهرام قاسمی  په سیمې کې  ایران درول په باب دامریکا د خارجه وزیر  د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې  ووئیل ،  په سیمې کې شخړې ، ترینګلتیاوې ، افراط پالنه ، بې ثباتی ، ترهه ګری او جنګ جګړې  او په یوه بل وهل ټکول  ، ټول د امریکا دغلطو سیاستونو  نتیجه ده .  دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  په چټی او بې اساسه  ادعا کې  ایران  د فارس خلیج دامینت  د ګډوډولو مسئول بللی دی .

بهرام قاسمی  وئیلی دی ،   ا مریکا  دخارجه وزیر پر نور تپونکی ، دروغجنې او له ملنډو ډکې څرګندونې  د دغه هیواد  بې ثباته کونکی او ورانکار رول چې  له زرګونو کلومیټره لیرې   ځایه  دلویدیځی آسیا سیمې  په چارو کې ګوتې وهی ،  نشی پټولی  او امریکا باید د سیمې اونړۍ د خلکو په نزد   د خپلو ویجاړونکی  ، درز اچونکو،غلطو او بې ځایه سیاستونو  ځواب ووائی.

  دایران د خارجه وزارت ویندوی  زیاته کړې آمریکا   له ایرانه د ویرولو  او ورسره دمقابله کولو  د ډنډورو پشمول  په بیلابیلو پلمو سره   په بیلابیلو ډولو نو سره  دشخړو  په رامینځةکونې،  د مرګونو وسلو په خرڅونې  او  دسیمې د  هیوادونو د سرچینو دنغرلو او  چورتالان کولو پسې  ده .

 قاسمی  روښانه کړې ،  هغه کړاؤ اودرد چې  دیمن  مظلوم  خلک په تیره بیا   د دغه هیواد بې څوکه او بې دفاع  مظلوم ماشومان،ښځې اوبوډاګان   ئې د سعودیانو   دشپې ورځې بمباریو له امله زغمی ،  د امریکا د حکومت په رضایت ، اجازت او شنې اشارې سره  او   بلاغوښتونکو  تیریګرو ته دهغوی د بشپړ مالی او وسلوالو ملاتړونو  په دلیل   دی .

په  عین حال کې  بهرام قاسمی ووئیل ،  یوه ورځ  به  په یمن کې د جنګی جنایتونو   عاملان، ملاتړی او  ورسر ه ملګری د صالحو عدالتونو  په وړاندې ځواب ورکړی .

د پاکستان او ایران مقاماتو په مهمو سیمه ایزو مسلو د نظر تبادله وکړه . د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواکونو د ځمکنیو قواوو کوماندان او د پاکستان د پوځ لوی درستیز، د اسلامي امت د دښمنانو  له سپیرو نقشو سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو د اتحاد ورورلۍ  او غږملتیا د زیاتولو په اهمیت  او د هغو په ناکامولو ټینګار وکړ.

 

کیهان

د واشنګټن د سنا ودانۍ میندو تسخیر کړه ، د امریکا پولیسو ۶۰۰ معترضان ونیول .

پاکستان وایی له ایف اې ټی ایف (FATF)سره له ټولو ملګرتیاو سره سره د پاکستان نوم په خاکستری لیسټ کې پاتې شو .

له تهران سره امنیتی ملګرتیاوې دافغانستان دامنیت په ګټه دي . دافغانستان د سیاسی چارو یو کارپوه  وحید ظهوری حسینی  کابل ته د ایران د پولیسو دسرحدی ځواک دقوماندان سردار تورن جنرال  قاسم رضائی  وروستی سفر ته په اشارې سره  ووئیل  ایران ثابته کړې ده  چې    په سیمې کې  له بهرنیو لاسوهنو سره  دمقابلې لپاره  ښه نیّت لری او  بې شکه  له تهران سره  به امنیتی ملګرتیاوې دافغانستان د امنیت په ګټه وی .

 ظهوری حسینی  په سیمې کې  د شخړو درامینځةکولو په موخې سره   دایران او افغانستان  دګډو دښمنانو  دسیسو اوخوځښتونو  ته په اشارې سره  روښانه کړې ،  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دامنیتی ملګرتیاؤ پراختیا هره دسیسه شنډولی شی .

 همداراز د افغانستان د سیاسی چارو یوه بل  کارپوه  عبدالشکور  اخلاقی هم وئیلی دی ،  دجنګ په کنټرولولو، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  او  دامنیت دتامینولو په ردوو کې  دایران تجروبې  بې مخینې دی او  افغانستان باید  له دغو تجروبو استفاده وکړی .  هغه وئیلی  ایران او افغانستان  په یوې جغرافیائی سیمې کې  دی  دګډو ګواښونو  په علت  ګډو او کوټلو ملګرتیاؤ ته اړتیا لری .

 

دفلسطین د روغتیائی چارو وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د مارچ له دیرشمې نیټې د بیرته ستنیدا دحق په نامې سره دفلسطنیانو د لاریون له لومړیو راهسې تر دې دمه دشهیدانو شمیر یوسل دیرشو او دټپیانو شمیر هم کابو پنځلس زره کسانو ته رسیدلی دی .

بهرام قاسمی وئیلی دی ، ا مریکا دخارجه وزیر پر نور تپونکی ، دروغجنې او له ملنډو ډکې څرګندونې د دغه هیواد بې ثباته کونکی او ورانکار رول چې له زرګونو کلومیټره لیرې ځایه دلویدیځی آسیا سیمې په چارو کې ګوتې وهی ، نشی پټولی او امریکا باید د سیمې اونړۍ د خلکو په نزد د خپلو ویجاړونکی ، درز اچونکو،غلطو او بې ځایه سیاستونو ځواب ووائی .

د یمن خلکو  په الحدیده ولایت کې د آل سعود رژیم د وروستیو پوځی عملیاتو په اعتراض کې  د دغه هیواد په  پلازمینه کې مظاهرې کړی دی .

 

مردم سالاری

 

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د فارس خلیج د چڼ ځای د دوهم فاز په پرانستونکیو دستورو کی وویل خپل دښمن ته د ایران مقاومت ، عزت او کلتور اقتدار وښیو .

د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپل روسی هم څنګ پوتین سره  معاملې ته لیواله دې .

عربستان ، کویت او امارات د بحرین د خلکو په ځپلو کښې لاس لری . نیویارک ټایمز ورځپاڼې په بحرین کښې د ولسی پاڅون دځپلو لپاره له ال خلیفه رژیم سره د سعودی عربستان ، دمتحده عربی اماراتو او د کویت لس میلیارډه ډالره مالی مرسته ایشوا کړه .

اروپائی اتحادئې په ایټمی موافقې کې له ایرانه ملاتړته مثبة رایه ورکړه . د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  په بروکسل کې  د اروپائی اتحادئې د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې  اعلان وکړ ، په  راتلونکو دوو ورځو کې به د جامعې ایټمی موافقې  په  چوکاټ کې  له اسلامی ایرانه  دملاتړ پیکیج  ایرانیو چارواکو ته وسپاری .

 میرمن موګرینی وئیلی دی ،بلغاریا  هیواد  ایران ته د  دغه وړاندیزی پیکیج د ورکولو  یوازینی  مخالف  هیواد ؤ چې  په نهایت کې  ئې دغه پیکیج ته مثبته رایه ورکړه .

  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د  درو اروپائی هیوادونو په  توګه فرانسه ،جرمنی اوانګلستان  دایران  لپاره د ملاتړی پیکیج  برابرونکی دی . ویل کیږی ،  داروپائی اتحادئې د  مشرانو دموافقې په اساس ، داروپا  پانګونې بانک  دایران له اسلامی جمهوریته  ملاتړ ته پابند دی .

 له دې مخکې  دایران مرستیال خارجه و زیر  سید عباس عراقچی  وئیلی وو ،  په جامعې ایټمی موافقې کې  دایران دګټو دتامینولو لپاره  داروپائی اتحادئې  وړاندیزی پیکیج   په زیات احتمال سره د جون  په وروستیو کې وړاندې کیږی .

 هغه وئیلی  په جامعې ایټمی موافقې کې  دایران   پاتیکیدا  د اروپائی هیوادونو ،روسیې اوچین  له ا قداماتو سره  اړه لری .

 

هند دخپلو ملی ګټو پراساس پریکړه کوی . د هند د تیلو وزیر درمیندرا پرادهان (Dharmendra Pradhan) له ایران څخه دتیلو د واردولو دبندولو په اړه د امریکا دچارواکو غوښتنو ته په غبرګون کښې وویل نوی ډیلی دایران له اسلامی جمهوریت څخه د تیلو د واردولو د موضوع په څیړلو کښې دخپلو ملی ګټو پراساس فیصله کوی .

 

دتهران د جمعې لمانځه موقته امام حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقی د ایران د خلکو پرضد د امریکا او دهغې د ملاتړو هیوادونو دسیسو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دښمن دایران دمقاومت او د عزت سنګرونو ته په ګوزار ورکولو کښې ناکامه پاتې کیږی .

 د ایران دفاع وزیر ښاغلی حاتمی ویلی دی صهیونیست رژیم د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دی .

سید حسن خمینی وایی د ایران د اسلامی جمهوریت کشتی یو تدبیر لرونکې ناخدا لری .