د ایران د چنګاښ د ۱۴ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74368-د_ایران_د_چنګاښ_د_۱۴_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی ایران ولسمشرډاکټر حسن روحانی د اتریش او ایران د ګډو لوړ رتبه پلاویو په غونډه کی وویل اجازه نه ورکوو د امریکا سیاستونه له نړۍ سره زمونږ په اړیکو اغیز وشیندی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 07:40 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۱۴ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران ولسمشرډاکټر حسن روحانی د اتریش او ایران د ګډو لوړ رتبه پلاویو په غونډه کی وویل اجازه نه ورکوو د امریکا سیاستونه له نړۍ سره زمونږ په اړیکو اغیز وشیندی .

 

جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران ولسمشرډاکټر حسن روحانی د اتریش او ایران د ګډو لوړ رتبه پلاویو په غونډه کی وویل اجازه نه ورکوو د امریکا سیاستونه له نړۍ سره زمونږ په اړیکو اغیز وشیندی .

د جرمنی صدر اعظمې میرمن مرکل ټرمپ ته پراخ تجارتی جنګ د پیلولو په اړه خبرداری ورکړ .

د عربستان جنګی الوتکو په یمن کی د واده دستورې په وینو سرې کړې .

داټومی تړون دنورو غړیو ژمنه باید په عمل بدله شی. ظریف په ویانا کښې د ایران د خارجه وزیر او داټومی تړون دنورو غړیو هیوادونو دباندنیو چارو د وزیرانو   په سویه د اټومی تړون د ګډ کمیسیون دغونډې په درشل کښې وویل اټومی تړون ته ژمنه باید  په ښه ډول روښانه شی او ضروری ده چې دغه ژمنه  په عمل بدله شی .

 

د روان میلادی کال د می دمیاشتې په اتمه نیټه له اټومی موافقې په وتلو کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ له اقدام او د دغه تړون دساتلو لپاره داروپایی هیوادونو له غوښتنې وروسته ایران اروپایی هیوادونو ته محدود فرصت ورکړی دی عملی تضمین ورکړی چې دامریکا د بایکاټونو دبیرته لګیدا په وخت په اټومی تړون کښې دایران ګټې تامین شی .

دغه فرصت اوس په ختمیدا دی او ټاکل شوی ده سباد اروپا لخوا داټومی موافقې دساتنې په چوکاټ کښې په ویانا کښې دایران او داټومی موافقې دنورو لورو هیوادونو په سویه د اټومی موافقې د ګډ کمیسیون له غونډې سره په یووخت د اروپا وړاندیزونه مطرح شی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا په ویانا کښې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس له مشر یوکیا امانو سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د اژانس اصلی دنده له سوله ایزې اټومی ټیکنالوژۍ په استفادې کښې د ملتونو دحقونو دفاع ده وویل اټومی تړون د اټومی انرژۍ د نړیوال اژانس او ډیپلوماسۍ لپاره ستر بریالیتوب وو او ددغه بریالیتوب دوام یوازې د ټولو لورو د ژمنو له انډول سره تړلی دی

د یمن دلوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط پرون د اروپایی اتحادیې دپلاوی له مشرې میرمن ماریا انتونیا کالووسره په کتنې کښې دیمن پرضد په تیریګرو هیوادونو د اروپایی هیوادونو دوسلو د خرڅولو دبندیدا غوښتنه وکړه.

 

اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وویل ایران یوازې په ایټمی موافقې کې د ګټو د تضمین په بڼه کی په نوموړی موافقې کې پاتی کیږی . داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  همداراز په دې خبرې ټینګار سره چې په سوریې کښې د ایران اصلی هدف داعش ترهګرې ډلې ته اساسی ګوزار ورکول وو وویل ایران به دترهګرو تر بشپړه نابودۍ او دصهیونیسټ رژیم په شمول د ترهګرو دملاتړو هیوادونو تر ناهیلی پورې په سوریې کښې شتون ولری .

دایران ولسمشر حسن روحانی پرون په ویانا کښې د اسټریاله صدر اعظم سباستین کورتس سره په ګډه خبری ناسته کښې په دې خبرې سره چې ځینې اروپایی هیوادونه د  یهودیانو تاریخی پوروړی دی وویل یهودیان د ایران د خلکو پوروړی دی ځکه چې  ایرانیان په بابل کښې د یهودیانو ژغورونکی وو او له دې کبله دایران خلک تل په یهودیانو احسان لری .

دایران ولسمشر حسن روحانی صهیونیسټان نیواکګره ډله وبلله او ویې ویل صهیونیسټان د فلسطین د غزې تړانګې په خلکو بمبارې کوی او د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوی او دداعش ترهګرې ډلې په ملاتړ کولو سره په سیمه  کښې ډیر ورانونکی رول لری .

روحانی دغه راز دایران او داسټریا نهایی هدف د مینځنی ختیځ په حساسې سیمې کښې د سولې او د امنیت  ټینګول او دسیمې له ملتونو سره د بشردوستانه مرستو کول وباله او هیله یې وکړه د دوه اړخیز ګټو په لړ  کښې د دواړو هیوادونو اړیکې پراخې شی .

د اسټریا صدر اعظم سباستین کورتس هم په دغه خبری کانفرنس کښې د سوریې دخلکو حالت اندیښمونکی وباله او هیله یې وکړه دسیمې ټول هیوادونه او نړیوال قدرتونه د سوریې د کړکیچ د حل او ددغه هیواد دخلکو د کړاو په ختمول کښې خپل رول ولوبوی.

چین په رسمی توګه له بهرنی تجارت ډالر حذف کړ .

 

سردار سلیمانی د امریکا او صیهونیزم په وړاندی د ایران د اسلامی جمهوریت  له دریځ قدرونه وکړه .

دایران دبهرنیو چارو دوزارت د بهرنیو وګړو د چارو دادارې دټولنیزو چارو مرستیال محمد صالحی پرون په مشهد کښې د «اسلامی تمدن او د افغانستان د علماو درول او د دندې »په نوم غونډې کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت بهرنیو وګړو او کډوالو ته د مرستې لپاره هرډول خدمات وړاندې کوی .

چین له ایرانه د تیلو د اخیستلو د غوڅولو په ارتباط د امریکا غوښتنې ته منفی ځواب ورکړ .

 

کیهان

د سپاه پاسدارانو د قدس څانګی قوماندان سردار سلیمانی د اسلامی ایران له ولسمشر ډاکټر حسن روحانی  دامریکا او صیهونیسټ رژیم ضد دریځونو قدرونه وکړه .

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ښاغلی قاسمی وویل د فرانسې سفیر خارجه وزارت ته بلل شوی دی .

صیهونیستی رسندویو اعتراف وکړ چی واشنګټن او تل ابیب په ایران کی د نارامی د رامینځته کولو لپاره ګډ تیم جوړ کړی دی .

د جرمنی یوې ورځپاڼۍ لیکلی دی اروپا له امریما سره د مقابلې شجاعت نلری .

د اسلامی ایران ولسمشر په اسټریا کی ویلی دی له ترهه ګرۍ سره د ایران مبارزه امنیت راوړونکی او د سیمې او نړۍ په ګټه ده .

د مصر پارلیمان په یوه بی مخینې اقدام کی د پوځ قوماندانانو ته قضایی مصونیت ورکړ .

نجیب رزاق له نیول کیدا سملاسی وروسته محاکمې ته وسپارل شو .

د اسراییلو د پوځ ویندوی اعتراف وکړ چی د فلسطینانو یو یورویی خوپنړکو (بادبادک ) مونږ ته میلیونونو یورو تاوان ورسوه .

په فرانسه کی د پولیسو په لاس د یوه ځوان په وژل کیدا پسې تاوتریخوالې او ګډوډې رامینځته شو .

د افغانستان د پولیسو او معترضانو ترمینځ په خونړۍ نښته کی خلکو د فاریاب ولایت ودانۍ ته اور ورته کړ . د افغانستان په فاریاب ولایت کې د جنبش ګوند جګپوړي قوماندان نظام الدین قیصاري د نیولو پر خلاف مظاهره په تاوتریخوالي واوښته.په دغه نښته کی ۳ معترضان مړه او ۷ ژوبل شوی دی .

عیني شاهدان وایي د قیصاري نیولو پر خلاف مظاهره هغه مهال په تاوتریخوالو واوښته چې لاریونوالو د ملي امنیت ودانی ته د ننوتلو هڅه وکړه.

 په فاریاب ولایت کې چارواکي وایي د جنبش ملي دغه ځواکمن قوماندان نظام الدین قیصاري د دوشنبې په ورځ ناوخته په میمنه ښار کې نیول شوی.

په شمال کې د افغان پوځ سرچینې وایي، قیصاري له افغان پوځ سره د شخړې په پایله کې نیول شوی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړی طاهر رحمانی تائید کړه، چې د شخړې په پایله کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

نوموړی زیاته کړه، چې وژل شوي کسان ټول د قوماندان قیصاري ساتونکي دي.

ملګرو ملتو تایید کړه چی د اماراتو په جیلونو کی په یمنی بندیانو تیری کیږی .