د عربستان لخوا د ایران ملامتول جاري دي
Jul 11, 2018 02:14 Asia/Kabul
د سعودي عربستان حکومت پرون ملګرو ملتو ته د یو لیک په لیږلو سره د اسلامي ایران لخوا د دغه هیواد د سمندري حدودو د خلاف ورزۍ ادعا کړې ده.
د عربستان حکومت په دغه لیک کښې د ایران کشتۍ د خپلو سمندري حدودو په بیا بیا خلاف ورزۍ تورنې کړې دي.
عربستان له ډیرې مودې راهیسې د امریکې په ملګرتیا سره د ایران خلاف د دروغو ادعاوې مطرح کوي.
یاده دې وي چې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د امریکايي-صهیونیسټي-سعودي چورلیز له دسیسو او اقداماتو سره په مقابله کښې بنیادي رول لوبوي.
ټیګونه