ایران له اروپا څخه عملی اقدامات غواړی
-
د سوریې خلکو تراوسه د سرزورو ډلو د یرغل ، دبیلابیلو ترهګرو حملو او دزیاتو دباونو په مقابل کښې خپل ښه استقامت ښودلی دی .
د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له یورو نیوز (Euronews)ټیلی ویژن سره په مرکه کښې له اټومی موافقې دامریکا له وتلو وروسته له اروپا سره د اړیکو په اهمیت دټینګار په ترڅ کښې وویل اټومی تړون ته د پاې بندۍ لپاره د اروپایانو په سیاسی ژمنې سربیره اوس دهغوې عملی اقداماتو ته اړتیا شته .
هغه ډاګینه کړه اروپایی هیوادونه باید یوازې په څرګندونو او دبیانیو په خپرولو بسنه ونکړی ځکه چې ایران ضرورت لری چې داروپا لخوا د کوچنیو او د متوسطو موسسو ملاتړ او د ټرانسپورټ ، انرژۍ ، پانګونې او دبانکی معاملو په زمینه کښې عملی لارې چارې لاس ته راوړی .
دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په فینلینډ کښې د امریکا او د روسیې د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او د ولادیمیر پوتین د وروستۍ کتنې او د سوریې دکړکیچ په هکله په یوشان نظر دهغوې د ټینګار په اړه وویل دسوریې برخلیک باید ددغه هیواد د خلکو لخوا وټاکل شی او د سوریې خلکو تراوسه د سرزورو ډلو د یرغل ، دبیلابیلو ترهګرو حملو او دزیاتو دباونو په مقابل کښې خپل ښه استقامت ښودلی دی .
هغه وویل ایران دسوریې له حکومت او روسیې سره خپلې ښې اړیکې او غږملتیا ساتلی ده او دغه کار ته به دوام ورکړی او همدا اوس ددغو دریو (۳)هیوادونو هدف له سرزورۍ او ترهګرۍ سره مبارزه ده .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف په سوریې کښې له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې دامریکا او دهغې د متحدو هیوادونو هڅو ته په اشارې سره وویل د ډونالډ ټرمپ دغه خبره چې ویلی وو ایران باید دداعش ډلې له ماتی ګټه پورته نکړی له دغه ترهګرې ډلې دامریکا د ولسمشر په ملاتړ دټپې وهل دی .