ظريف: آمريکه د وسلو په صادراتو سره نړۍ ناامنه کوي
د ايران خارجه وزير په خپل يو ټوئيټ کښې د نړۍ د بې ثبات کولو لپاره د امريکې بې خرته فوځي لګښت ته اشاره وکړه.
محمد جواد ظريف نن په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل، امريکې د خپلو وسلو په صادراتو سره دنيا ناامنه کړې ده او هغه بودجه چې کولې شي د ښه سبا لپاره يې خرچ کړي ضائع کوي.
ظريف د دې په بيانولو سره چې د امريکې وسلو حتی ونکړې شول چې د خپلو ښاريزو امنيت ټينګ کړي، واضحه کړه، د ټولې نړۍ له بودجې څخه د امريکې د ۳۵ فيصده فوځي ونډې ونه کړې شول د پينځلسو سعوديانو په لاسو د ستمبر په يولسمه نېټه له نهو زرو نه د زياتو امريکايانو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي.
د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د يولسمې په پېښه کښې تقريباً درې زره کسان ووژل شول او له شپږو زرو نه زيات هم ژوبل شول، امريکي چارواکو د القاعدې ترهه ګر د دغو حملو ذمه وار معرفي کړي دي.
له هغو نولسو تنو څخه چې په امريکه کښې د ستمبر د يولسمې په حملو کښې يې رول لرۀ پينځلس تنه سعوديان او د القاعدې غړي وو.