آسټريائي چارواکے: ايران په سيمه کښې د ثبات عامل دے
د آسټريا د پارلېمان د بهرني سياست د کمېشن مشر د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست د ملي امنيت د کمېشن له مشر سره په کنته کښې وويل: ايران د نړۍ په ډېرې پېچلې او بې ثباته سيمه کښې د سيمې د ثبات او قراري عامل دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې د آسټريا د پارلېمان د بهرني سياست د کمېشن مشر آنډرياس شيډر نن په تهران کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن له مشر حشمت ا... فلاحت پيشه سره په کتنه کښې وويل، د ايران او آسټريا ترمېنځ زياتره د ګډ نقط نظر موارد موجود دي چې د هغو په ذريعې سره دوهاړخيزه ملګرتيا زياتېدې شي.
شيډر د اروپائي اتحاديې لپاره د برجام د ساتنې په اهميت باندې په تاکيد سره وويل: سخت حالات پکار دي د يو فرصت په توګه په نظر کښې ولرلې شي او له دغه فرصت څخه نه يوازې د چارو د اصلاح لپاره بلکه د تعلقاتو د دوام او د نوي افق د وړاندې کولو په خاطر د نويو لارو چارو د راپېدا کولو لپاره استفاده وشي
حشمت ا... فلاحت پيشه هم په دغه کتنه کښې د برجام په ساتنه کښې د اروپائي اتحاديې د رول اهميت ته په اشارې سره وويل، د برجام په اړه د اروپائي اتحاديې وړانديزي پېکېج پکار دي داسې وړاندې شي چې عملياتي او اثباتي لارې چارې او اقدامات پکښې څرګند وي او د مطرح شويو اقداماتو د اجرا لپاره ضمانت ورکونکې لارې چارې وړاندې شي.
هغه همدارنګ د سيمې او نړۍ بدلونونو ته په اشارې سره واضحه کړه، خبرې اترې په ايران کښې د سياسي ډېپلومېسۍ له موضوعاتو څخه دي او په عين حال کښې په هر هغه اقدام کښې چې د ايران په خلاف د امريکې په کانګرېس کښې کيږي تهران د مقابلې کولو له سياسته استفاده کوي.