د ایران د چنګاښ د ۳۱ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74940-د_ایران_د_چنګاښ_د_۳۱_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په بهر کی د ایران د سفیرانو او خارجه وزیر په ټول کی وفرمایل له امریکا سره په خبرو اترو سره د مشکلات د اواری تصور تیروتنه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2018 08:08 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۳۱ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په بهر کی د ایران د سفیرانو او خارجه وزیر په ټول کی وفرمایل له امریکا سره په خبرو اترو سره د مشکلات د اواری تصور تیروتنه ده .

جمهوری اسلامی

 

د ایران درستو ورځپاڼو د ایران د خارجه وزارت د مسولانو او سفیرانو په ټول کی د رهبرۍ د ستر مقام ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی له اروپا سره خبرې اترې غوڅې نکړئ خو باید د اروپایانو د پیکیج په تمه نشئ . د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د ایران د خارجه وزارت د مسولانو، کاردارانو او سفیرانو سره په کتنه کی وفرمایل سیمه ایز شتون د ایران د قدرت او امنیت د عناصرو برخه ده او د هیواد سټراټیجیکه عقبه حسابیږی په همدې دلیل دښمنان له هغه سره مخالف دی .

د رهبرۍ ستر مقام له ایټمی توان او د زیاتو  بډایولو له قدرت او په سیمه کی د ایران  له شتون سره د امریکا مخالفت  د اسلامی نظام  د اقتدار له عناصرو سره د هغې د ژورې  دښمنۍ له امله وباله او جوته یې کړه چی امریکایان له اسلامی انقلاب مخکې  په ایران کی د خپل موقعیت او ځای په ستنولو پسې دی  او له دې په کم به راضی هم نشی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د څو اړخیزه او په تیره بیا دوه اړخیزه ارتباطاتو پراختیا او سیمه ایزو ډلو ته ځانګړې پام ضروری وباله او زیاته یې کړه په بهر کی د ایران استازی او سفیران باید د ایران د ملت او هیواد له ظرفیتونو او وسونو بشپړه خبر وی .

هغوی په خپلو تیرو مستعمرو کی د اروپایانو او لویدیځوالو جنایتونو، مقرراتو ته په لویدیځ کی د ډیموکراسۍ محدودیدا او یا د ځانګړو مرکزونو نظر ، په امریکا او حتی ځینو  اروپایی هیوادونو کې د ګوندی دیکتارتوریانو شتون او د یمن د خلکو په وژلې کې له سعودیانو سره د ملګرتیا په شمول  د لویدیځوالو اوسنی جنایتونو ته په اشارې سره جوته کړه لویدیځوال د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ سمبول دی خو په ډیرې بې شرمۍ سره ایران تورنوی  ، په دې ډول چی کله انسان د هغو په ډیرې بې شرمۍ حیرانه شی  .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د هیواد د مسولانو له ژبې دامریکا د بې باور والی بیا بیا بیانولو ته په اشارې سره زیاته کړه  ما له ډیر مخکې دغه ټکې بیانوه چی د امریکایانو په خبره او حتی لاسلیک هم باور نشی کیدلې ، په دې اساس  له امریکا سره خبرې اترې هیڅ ګټه نلری .

د رهبرۍ ستر مقام  په ایران کی نه استفاده شویو یا کم استفاده شویو ظرفیتونو فعالول مهم وبلل او ویې فرمایل له اروپایانو سره خبرې اترې غوڅې نشی خو باید د راوپایی پیکج په تمه نشو بلکې باید د هیواد دننه ډیر ضروری کارونه تعقیب کړو .

 

فوربس لیکی امریکا د نړیوالې ټولنې لخوا منزی شوی  ده .

 

دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف داټومی تړون په اړه د اروپا او دایران خبرو ته په اشارې سره وویل ایران به په اټومی موافقې کښې د اروپا په تمه پاتې نشی

 

د ایران د لویدیځ د مریوان په دری کلی کی د پاسدارانو ځواک د حمزه سید الشهدا د قرارګاه په سرحدی پوستې ، نړیوال استکبار پوری تړلیو او د انقلاب ضد ترهه ګرو او شرغواړو په حمله او بیا وروسته د مهماتو د ډپو په چاودنه کی لس امنیتی عسکر شهیدان شول

د ایران دپارلمان د بهرنی سیاست او د ملی امنیت دکمیسیون مشر حشمت الله فلاحت پیشه وویل ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له لومړیو راهسې دامریکا له ډول ډول ګواښونو ، دباونو او ژمنو ماتولو سره مخ دی خو هیڅکله به د واشنګټن زوروینې او زیات غوښتنې ته تسلیم نشی

دیمن سرچینو وویل په تیرو دریوورځو کښې د حکومتی عسکرو او د سنیپرانوپه عملیاتو کښې د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف ته اړونده څه دپاسه شپیته ګوډاګیان مړه یا ژوبل شوی دی

 

د سوریی عسکرو د قنیطرهپه ریف جنوبی سیمه کښې دولس کلی او ښارګی ازاد کړل

 

اطلاعات

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په بهر کی د ایران د سفیرانو او خارجه وزیر په ټول کی وفرمایل له امریکا سره په خبرو اترو سره د مشکلات د اواری تصور تیروتنه ده .

د یمن پوځ او ولسی کمیټۍ وایی په نویو ډرون الوتکو سره د عربستان د ایتلاف درست غړی هیوادونه هدف ګرځیدلی شی .

د صیهونیسټ رژیم توپونو په غز تړانګې په حمله کی ۵ کسان شهیدان کړی دی .

چین د امریکې له تجارتي دباؤنو او ګواښونو سره په مقابلې ټینګار وکړ

 

دامریکا عسکرو دسوریې په شمال کښې په الرقه ښار کښې یوښوونځی په یوه ستر ویرونکی زندان بدل کړی دی . دغه  زندان د سوریې په شمال کښې د عین عیسی ښارګی په مینځ کښې دیوه زړه ښوونځی په ودانۍ کښې جوړ کړی شوی او په یوه ستر بند بدل کړی شوی چې زرګونو کسان پکښې بندیان دی . ددغه زندان ټول کارکونکی امریکایان دی او په پټ ډول کار کوی . دامریکا پوځیان دغه زندان چې کابو دیرش زره مربع میټره مساحت لری په کیمرو سره څارنه کوی .

د رقه ولایت مرکز رقه ښار چې له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې دداعش ډلې په نیواک کښې وو د تیر میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې په ۱۷ نیټه په کامل ډول له دغه ډلې ازاد شو او د سوریې دډیموکراټیک ځواکونو چې امریکا ورسره مرستې او ملاتړی کوی لاس ته ورغی

 

کیهان

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ایران د خارجه وزارت د مسولانو او په بهرکی د سفیرانو په ټول کی وفرمایل د ولسمشر تیلی ګواښ د نظام سیاست دی .د ایبران ولسمشر روحانی په وروستیو کی ویلی وو چی که د ایران تیل صادر نشی نو په سیمه کی به د هیڅ هیواد تیل صادر نشی .

 

د ایران په لویدیځ کی له ترهه ګرو سره په نښته کی دایران یولس عسکرشهیدان شول . د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د حمزه سید الشهدا قرارګاه عمومی اړیکو په یوه خبرتیا کی ویلی دی د ایران د لویدیځ د مریوان په دری کلی کی د پاسدارانو ځواک د حمزه سید الشهدا د قرارګاه په سرحدی پوستې ، نړیوال استکبار پوری تړلیو او د انقلاب ضد ترهه ګرو او شرغواړو په حمله او بیا وروسته د مهماتو د ډپو په چاودنه کی ۱۱امنیتی عسکر شهیدان شول .

په دغه خبرتیا کی زیاته شوی ده په دغه نښته کی یو شمیر ترهه ګر هلاک او یو شمیر هم ژوبل یا تښتیدلی دی . په دغه خبرتیا کی د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې لپاره  د ایران د حمزه سید الشهدا قرارګاه د مبارزانو او نورو  امنیتی عسکرو په چمتوتوب او استخباراتی اشراف ټینګار شوې دې .

د ترهه ګرې او انقلاب ضد ډلګۍ او د هغو ملاتړی چی د ایران په ملت کی هیڅ ځای نلری ، د دغه جنایت په غچ کی د اسلام د جنګیالیو د سخت او کلک ځواب په تمه ووسی .

د ایران د اطلاعاتو وزیر سید محمود علوی څه موده وړاندی ویلی وو چی له ۲۰۱۷ میلادی کال د مارچ له ۲۰ تر ۲۰۱۸ میلادی کال د مارچ تر شلمې پورې دامنیتی عسکرو په هلو ځلو سره په ایران کی ۳۰۰ ترهه ګر ټیمونه له مینځه لاړ دی .

صیهونیسټانو له اسمان او مځکی په غزې تړانګی په حملو کی په سلګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړل .

واشنګټن پوسټ لیکی ټرمپ یوه سرطانی دانه ده چی خلک به یې جارو کړی .

طالبان د کابل څلویښت کلومیټرۍ ته ورسیدل ، افغان ولسمشر امنیتی غونډه ترسره کړه .

د امریکا یوه استخباراتی مقام ویلی دی له ایټمی موافقې د واشنګټن وتلو په سیمه کی د ایران په کړچارونو اغیز ندې شیندلې .

د ترکیې خارجه وزارت له امریکایی پلاوی سره کتنې وروسته په یوه بیانیه کی ویلی دی ایران د ترکیې مهم ګاونډې او شریک دې .

په نړۍ کی ۳۹ یهودی ډلو صیهونیسټ رژیم بایکاټ کړ .

سپینه ماڼي وایی له شمالی کوریا سره  له خبرو اترو د ملاتړ لپاره بهترینه لاره د بایکاټونو بشپړه ساتل دی .