ايران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۷-۰۴-۳۰
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74950-ايران_د_اونۍ_په_هنداره_کښې_۱۳۹۷_۰۴_۳۰
د بيت ا... الحرام د ايراني زائرينو وړومبۍ ډله تېره هفته د وحي ټاټوبي ته لاړه.د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د تمتع حج لپاره د ايراني زائرينو يو ۲۷۰ کسيز کاروان د ايراني حاجيانو د سرپرست حجت الاسلام سيد علي قاضي عسکر، د حج او زياراتو د ادارې د مشر حميد محمدي او د هېواد د يو شمېر چارواکو په شتون سره په يوې ائربس الوتکې سره سعودي عرب ته لاړ. سږ کال ۸۵ زره او ۲۰۰ ايراني زائرين د تمتع حج په عظيمه کنګره کښې د ګډون لپاره سعودي ته لېږل کيږي.حج بې له شکه د ټولو مسلمانانو لپاره يو ارزښتمن فرصت دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2018 12:21 Asia/Kabul
  • ايران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۷-۰۴-۳۰

د بيت ا... الحرام د ايراني زائرينو وړومبۍ ډله تېره هفته د وحي ټاټوبي ته لاړه.د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د تمتع حج لپاره د ايراني زائرينو يو ۲۷۰ کسيز کاروان د ايراني حاجيانو د سرپرست حجت الاسلام سيد علي قاضي عسکر، د حج او زياراتو د ادارې د مشر حميد محمدي او د هېواد د يو شمېر چارواکو په شتون سره په يوې ائربس الوتکې سره سعودي عرب ته لاړ. سږ کال ۸۵ زره او ۲۰۰ ايراني زائرين د تمتع حج په عظيمه کنګره کښې د ګډون لپاره سعودي ته لېږل کيږي.حج بې له شکه د ټولو مسلمانانو لپاره يو ارزښتمن فرصت دے.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت العظمی سيد علي خامنه اي د تېرې هفتې د ګل په ورځ د حج د چارو د مسئولينو او کارکونکو په کتنه کښې دغه فريضه د معنويت او سياست د ګډوالي يو مظهر او د هغې ډېر مهم خصوصيتونه يې په يو خاص وخت او ځاے کښې د مسلمانانو غونډه وبلله او وې فرمايل: حقيقي حج هغه حج دے چې له يوې خوا له مشرکينو څخه له برائت سره مل وي او له بلې خوا د مسلمانانو د وحدت، يووالي او يو غږوالي زمينه برابرونکے شي.

دوي په دې باندې په تاکيد سره چې کعبه شريفه، مسجدالحرام او مسجدالنبي (ص) له ټولو مسلمانانو سره تعلق لري نه له هغو کسانو سره چې په دغه زمکه مسلط دي، زياته کړه، څوک حق نه لري چې د حج د حقيقي مفاهيمو د عملي کېدو خنډ شي او که يو حکومت او دولت دا کار وکړي نو په حقيقت کښې «صَدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ» يې کړے دے.

حضرت آيت ا... العظمي خامنه اي همدارنګ په ۱۳۹۴ هجري نمريز کال کښې د مسجدالحرام او منا غميزو ته په اشارې سره يې دا يو لوے ظلم وبلۀ او د احقاق الحق لپاره د دوامدارې او جدي تعقيبونې په لازموالي يې باندې په تاکيد سره زياته کړه: دغه مطالبه په هيڅ وجه پکار نه دي هېره کړې شي او ذمه وارې ادارې پکار دي له مختلقو لارو په تېره بيا د نړيوالو ادارو له لارې دغه موضوع تعقيب کړي چې حقيقت موندونکې کمېټي د ايران د اسلامي جمهوريت په شتون سره تشکيله او د عمل مېدان ته ورودانګي،ځکه چې په دغو دواړو غميزو کښې د حاجيانو د تحفظ او امنيت د رامنځته کېدو چې د سعودي حکومت يوه ترټولومهمه دنده ده خيال ونه ساتل شو او د وژل شويو حاجيانو ديه هم ادا نه کړې شوه.

په دغه کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وېنا کښې په يو لړ داسې موضوعاتو تاکيد شوے دے چې د اسلامي امت په برخليک کښې يو مهم کردار لري. په دغه لړ کښې يوه مهمه مسئله د فلسطين برخليک دے چې نن له يوې سترې دسيسې سره مخامخ شوے دے او امريکه او اسرائيلي رژيم کوشش کوي چې د فلسطيني ملت تشخص تباه کړي او د دغه دسيسه ناک حرکت نوم  يې «د پېړۍ معامله» نومولې ده.

د اسلامي انقلاب معظم ر هبر په دې باندې په تاکيد سره چې د اسلامي نړۍ ترټولو ضروري اړتيا يوموټي والے او يو غږوالے دے، واضحه کړه: اوس امريکايانو د فلسطين په باره کښې د خپل شېطاني سياست نوم «د پېړۍ معامله»  نومولے دے خو پوه دې شي چې د خداے پاک په فضل سره به دغه د پېړۍ معامله هيڅکله عملي نه شي او د امريکې د واکدارانو سترګې دې ړندې وي د فلسطين قضيه به هېره نه شي او قدس شريف به د فلسطين پائتخت پاتې شي. بې له شکه د فلسطين برخليک د اسلامي نړۍ له برخليک څخه نه بيلېدونکې برخه ده او په دې لړ کښې ټول اسلامي هېوادونه يوه درنه دنده په غاړه لري.

د اېټمي بائيکاټونو په بيا لګولو کښې د امريکې د ۲۰۱۸ روان ميلادي کال د مۍ د اتمې فېصله د دغه هېواد له نړيوالو ژمنو په تېره بيا د ۱۳۳۴ هجري نمريز کال د مودت معاهدې له ۴، ۷، ۸ ، ۹  او ۱۰ موادو سره مخالفت لري او د نوموړې معاهدې مطابق امريکه ژمنه ده چې د دغو نړيوالو خلاف ورزي کونکو اعمالو په بندولو سره د رسېدليو ټولو زيانونو تلافي وکړي.

د مودت او د اقتصادي تعلقاتو او کنسولي حقوقو معاهده د ۱۹۵۵ کال د اګست په ۱۵ نېټه په تهران کښې لاسليک شوه. دغه معاهده په کلي توګه د دواړو خواو د ښاريزو لپاره د حقوقي او کسنولي تعلقاتو د منظمولو او او د حقوقو په پوره کولو کښې د يو لړ مقرراتو ضمانت ورکولو په اړه ده.

د ايران اسلامي جمهوريت په همدې بنياد تېره هفته په يو حقوقي اقدام کښې د امريکې د غليمانه اقداماتو په خلاف شکايت برابر کړ.

نړيوالې محکمې د تېرې هفتې د نهې په ورځ په خپل رسمي سائيټ کښې په دغه محمه کښې له امريکې څخه په رسمي توګه د ايران د شکايت د ثبتولو خبر ورکړ.

د ايران  خارجه وزير په دې اړه وويل: ايران د يو اړخيزو غېر قانوني بنديزونو لپاره د امريکې په خلاف په نړيواله محکمه کښې حقوقي دعوا وکړه چې دنيا ته وښئ چې د امريکې غېر قانوني اقدامات داسې يو کار نه دے چې دغه هېواد وکړې شي بې له څه حقوقوي مشکله په اسانۍ سره له نړيوالې ټولنې تېر شي.

د نړيوالو حقوقو کارپېژاندے او څېړونکے مهدي ذاکريان په دې اړه وائي: له حقوقي لحاظه د ايران په وړاندې د ټرمپ دريځونه ايران ته دا فرصت ورکوي چې په ۱۹۵۶ کال کښې د ايران او امريکې ترمېنځ د مودت د معاهدې له مخې له امريکې څخه شکايت وکړي. يو داسې شکايت چې د اېټمي موافقې د خلاف ورزۍ په سيوري کښې ترسره کېدې شي.»

له دې مخکې هم د ايران د دوه ميليارډ ډالرو اموالو له ايسارولو وروسته له امريکې څخه د ايران رسمي شکايت په لاهه محکمه کښې ثبت شو.

د نړيوالو حقوقو مطابق دا حق د ايران لپاره په نړيواله محکمه کښې محفوظ دے چې د ژمنې دخلاف ورزۍ او د هغې په وجه د رامنځته شويو زيانونو او همددارنګ د بائيکاټونو د ستنولو د زيان په خاطر له امريکې څخه خپل شکايت ولري.

امريکه له برجامه ووته دې لپاره د د برجام د دوام لپاره لاره سخته کړي. خو په برجام کښې باقي پاتې لوري يعنې روسيه، چين، فرانسه، برطانيه، جرمني او اروپائي اتحاديه له دغې نړيوالې موافقې څخه ملاتړ کړے دے نو اوس اروپائي اتحاديه پکار دي د برجام د يو لوري په توګه د امريکې له وتلو وروسته په برجام کښې د ايران د ګټو د پوره کولو لپاره په واضحه او عملي توګه خپله فېصله اعلان کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف تېره هفته له يورو نيوز چېنل سره په مرکه کښې وويل: اروپا پکار دي يوازې د نظر په څرکندولو او د بيانيې په جاري کولو اکتفا ونکړي ځکه چې ايران ضرورت لري  د بېنکې معاملو، پانګونې، انرجۍ، ټرانسپورټ او د اروپا لخوا د معاملو له وړو او متوسطو مرکزونو څخه د ملاتړ په زمينه کښې يو لړ عملي لارې چارې ومومي.

د ايران اسلامي جمهوريت د تقريباً څلورو لسيزو دباو باوجود د پرمختګ او ترقۍ په لړ کښې خپلې لارې ته دوام ورکړے دے.

په همدې لړ کښې د اسلامي نړۍ د علومو استنادي مرکز آئي اېس سي تېره هفته وويل، ايران د آئي اېس آئي په استنادي مرکز کښې له ۲۵ زرو او پينځو سوو نه زياتو مدرکونو په۹ ثبتولو سره په وړومبي ځل د سائنس د توليد له نظره د نړۍ د پينځلسو برترو هېوادونو په قطار کښې راغلے

د اسلامي نړۍ د علومو او سائنس استنادي مرکز سرپرست محمد جواد دهقاني وويل: د روان ميلادي کال په وړومبيو شپږو مياشتو کښې د ايران د سائنسي توليداتو په باره کښې د ويب آف سائنس له استنادي سائيټ څخه د استخراج شوې ډېټا او اطلاعاتو څېړنه او شننه د روان ميلادي کال په وړومبۍ نيمائۍ کښې د ايراني سائېنسدانانو او محققانو د ځانګړې کارکردګۍ ښودنه کوي.

د دغه رپوټ له مخې د ايران اسلامي جمهوريت د ترکيې او سعودي په اړه له زيات اختلاف سره د ۲۰۱۸ کال په وړومبيو شپږو مياشتو کښې د سائنس د توليد له نظره د ۵۷ اسلامي هېوادونو ترمېنخ وړومبنے مقام حاصل کړے دے.

د صلح ايز اېټمي سائنس په زمينه کښې هم د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر ډاکټر علي اکبر صالحي تېره هفته د يورينيمو د پخولو د يو سل نوي زره سوو ته د رسېدو لپاره د چټکې آمادګۍ په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وروستي حکم په چوکاټ کښې په پرمختللو سانټريفيوژونو کښې د استفادې لپاره د روټور د توليد کارخانې د تکميل خبر ورکړ. 

ډاکټر صالحي د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د حکم د اجرا لپاره د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې د اقداماتو په بيانولو سره وويل: د روټور جوړونې کارخانه عين د برجام د خبرو اترو په دوران کښې جوړه شو، خو چالو شوې نه وه او اوس د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په حکم په کامله توګه چالو شوې ده.

د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر د روټور جوړونې کارخانه پرمختللې او له سانټريفيوژ سره د اړوندو روټورونو د جوړولو لپاره وبلله او زياته يې کړه، د دغې کارخانې وروستے ظرفيت په ورځ کښې تقريباً د آئي آر شپږ ډوله شپېته سانټريفيوژونو توليد دے.

د يو اېف شپږ ذخيرو د لوړتيا، د هغو د ماډرن کولو او د يورينيمو د پخولو اندازه يو سل نوي زره سوو ته د رسولو لپاره د اصفهان د يو سي اېف کارخانې چالو کول د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې له ځينو نورو اقداماتو څخه دي. دغه لاسته راوړنې او کاميابۍ د امريکې د باج  او قلنګ غوښتنې په مقابل  کښې د پرمختګ او ټينګ اودرېدنې د لارې د دوام لپاره د ايران د عزم، ارادې او توانمنۍ ښودنه کوي.

--------------