لاريجاني: له اروپايانو سره خبرو اترو ته اميدواره نه شوو کېدې
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر وويل: د برجام د بقاء په اړه له اروپايانو سره خبرې اترې دوام لري خو راتلونکے يې څه روښانه نه ښکاري.
علي لاريجاني پرون په قم ښار کښې وويل، هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورته اشاره کړې ده له اروپا سره خبرې اترې روانې دي خو دا چې له اروپايانو سره خبرې اترې به څومره نتيجې ته ورسي څه اميد ورته نه شوو لرلې.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د دې په بيانولو سره چې د هېواد برخليک له وعدو او ژمنو سره نه شوو تړلې وويل، ايران په ټولو ممکنه لارو تګ وکړ چې موذي مخلوقات د هېواد لپاره لانجې جوړې نه کړي خو دښمنان خپلو خنډ اچونو ته دوام ورکوي.
لاريجاني د دې په بيانولو سره چې له کورنيو ظرفيتونو او وړتياو څخه په استفادې سره د دښمنانو دباونه په ترقۍ بدلولې شوو، زياته کړه، که په هېواد کښې د پانګونې لپاره فضاخلاصه شي زياتره مشکلات هوارېدې شي.
هغه همدارنګ د دې په ويلو سره چې له ايران سره د امريکې چلند له نورو هېوادونو سره پرتله کېدې شي وويل، د سعوديانو لپاره د شرم خبره ده چې په يو ټيلفون سره د امريکې د بنسټيزو ودانيو د بيا رغونې لپاره دوه نيم سوه ميليارډ ډالره ادا کوي يا يې د يو سل لسو ميليارډ ډالرو فوځي سازوسامانونه واخېستل.