د اروپایانو د وړاندیزونو جزئیات باید په اجرايي ایجنډا بدل شي
د ایران د پارلیمان مشر وايي: ټاکل شوې چې اروپایان په اروپايي اتحادیې کښې یولړ قوانین او اصول وضع کړي څو د امریکې له بندیزونو سره سره د تاجرانو کار او پیر پلور اسان شي چې په دې لړ کښې مذاکرات روان دي.
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: اروپایانو له ایران سره په خبرواترو کښې د تیلو د خرڅون، د بانکي چارو د سمولو او صادراتو په هکله یو لړ وړاندیزونه مطرح کړل چې جزئیات یې باید په اجرايي ایجنډاؤ بدل شي او په همدې وجه مذاکراتو دوام موندلی او د تعقیبیدو په حال کښې دي.
د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني نن په قم ښار کښې په دې خبرې سره چې په کلي توګه او په لوړه سویه د اروپایانو وړاندیزونه معقول دي، څرګنده کړه: له اروپایانو سره مذاکرات د ایران د خارجه وزارت له لارې تعقیبږي او ډیر زر به په اجرايي دستورالعملونو د اروپایانو د وړاندیزونو د بدلیدو اندازه معلومه شي او د هغو په لړ کښې د پریکړه مرحله به پیل شي.
لاریجاني زیاته کړه: ټاکل شوې چې اروپایان په اروپايي اتحادیې کښې یولړ قوانین او اصول وضع کړي څو د امریکې له بندیزونو سره سره د تاجرانو کار او پیر پلور اسان شي چې په دې لړ کښې مذاکرات روان دي.