هندوستان له ایرانه د تیلو واردات زیات کړل
پر نوي ډیلي د واشنګټن له دباؤونو سره سره د هندوستان د تیلو وزیر وویل: له ایران څخه د هندوستان د اومو تیلو واردات زیات شوي دي.
سپوټنیک خبر ورکړی چې د هندوستان د تیلو وزیر درمندر پرادهان پرون د دغه هیواد په پارلیمان کښې له ایرانه د هندوستان د اومو تیلو د وارداتو د کمي په هکله د لویدیځ د تحقیقاتي آژانسونو د رپورټ په ردولو سره وویل: د هند چڼځیو (ریفاینریز) سږ کال د تیر ۲۰۱۷ کال د جون میاشتې په پرتله ۴۸ فیصده ډیر تیل وارد کړي دي.
هغه وویل چې هندوستان د تیر کال په جون میاشت کښې له ایران څخه ۱.۹ میلیون ټنه اومه تیل وارد کړي وو حال دا چې دا اندازه د سږ کال په جون کښې ۲.۸۲ میلیون ټنو ته رسیدلې ده.
د روان کال په فرورۍ میاشت کښې هند ته د ایران د ولسمشر په سفر کښې نوي ډیلي ژمنه کړې وه چې له ایران څخه د اومو تیلو واردات به له ۲ لکه ۵ زره بیرلو څخه ۳ لکه ۹۶ زره بیرلو ته رسوي.
د ویلو ده چې د امریکې حکومت د روان ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نیټه له ایټمي موافقې ووته او بیا یې وویل چې د نویو بندیزونو په لړ کښې به د نومبر تر څلورمې نیټې د ایران د تیلو صادرات صفر ته ورسوي.
واشنګټن د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې د تهران خلاف د اقتصادي بندیزونو د یوې برخې په توګه له ایرانه د تیلو واردات بند کړي خو زیاتره هیوادونو ویلي چې د امریکې دا غوښتنه نه مني.