د سوچي غونډې په هکله د ایران او سوریې خبرې اترې
د ایران د خارجه وزارت لوړرتبه مرستیال په ملګرو ملتو کښې د سوریې د دائمي استازي په کتنه کښې په (سوچي) ښار کښې د سوري مذاکراتو د لسمې غونډې د پاییزې خبرپاڼې او ایجنډا په هکله د نظر تبادله وکړه.
د ایرنا د رپورټ له مخې حسین جابري انصاري او بشار الجعفري په دغه کتنه کښې چې د سوریې د صلحې په نړیوال کانفرنس کښې د ګډونوالو پلاویو د دوه اړخیزو لیدنوکتنو په چوکاټ کښې وشوه، د اساسي قانون په کمیټو، د نیول شویو په تبادلې او همداشان د آستانه ښار د لسم کانفرنس د پاې په خبرپاڼې او ایجنډا پورې د اړوندو موضوعاتو په هکله سلامشوره او د نظر تبادله وکړه.
جابري انصاري پرون مازیګر همداشان د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د استازي سټیفن ډي میستورا سره په کتنه کښې، د روسیې په سوچي ښار کښې د سوریې د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.
په سوریې یعنې شام کښې روان کړکیچ له ۲۰۱۱ کال څخه د صهیونیسټي رژیم په ګټه د سیمې د حالاتو د بدلولو لپاره د عربستان، امریکې او دوي د انډیوالانو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی چې لاهم دوام لري.