د ايران په خلاف د امريکې بنديزونو ته د هند بې پامي
هندي سرچينو د ايران له لارې افغانستان ته د هند د غنمو د دويمې پېرې له لېږلو څخه په هرکلي سره دغه اقدام د تهران په خلاف د امريکې بائيکاټونو ته د نوي ډيلي د بې پامۍ نښه وبلله.
د ايرنا د رپوټ له مخې هيلينېک شېپنګ نيوز چې په نړيواله سطح د سمندري تجارتي فعاليتونو څارنه کوي په خپله هندي پاڼه کښې وليکل: د هند غلاتو کانټينرونه وړونکې دويمه کيشتۍ چې افغانستان ته لېږلې شوې ده د امريکې د ګواښونو او بائيکاټونو باوجود د ايران په جابهار بندر کښې لنګر واچوۀ.
سټېټسمېن اقتصادي سائيټ هم د ايران له چابهار بندر څخه په استفاده کښې د هند د ملګرتيا دوام ته په اشارې سره وليل، هند د بهرني تجارت په ترسره کولو کښې يوازې د خپلو ګټو په بنياد عمل کوي او د نورو هېوادونو دباونو ته څه پاملرنه نه کوي.
په همدې لړ کښې څه وختونه مخکې د هند د تجارت او اقتصادو په وزارت کښې د صادراتو د پراختيا د شورا مشر وينای شرما ويلي وو چې د امريکې د دړکو باوجود به په چابهار بندر کښې د هند او ايران د سمندري ټرانسپورټ د برخې ملګرتیا له مخکې زيات دوام پېدا کړي.