ایران دخپل دفاعي توغندوي پروګرام په باب له هیچاسره خبرې نه کوي
دایران خارجه وزیر همدرااز په دې په ټینګار سره چې دایران تواندوی قدرت دفاعی اړخ لری ووئیل ، ایران دخپل دفاعی توغندوی پروګرام په باب له هیچا سره خبرې نه کوی ،ځکه دا دهیچا لپاره هیڅ ګواښ نه دی.
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن له الجزیره ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې له ایران سره د خبرواترو لپاره دامریکا وړاندیز ته په اشارې سره ووئیل ، تهران به له واشنګټن سره د ګواښ په سیوری کې خبرې ونه کړی او له ایران سره له شرط پرته دخبرواترو لپاره د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز یوازې پروپیګنډیز اړخ لری.
جواد ظریف زیاته کړې ، له امریکا سره هرډول خبرې اترې له دې وروسته پیلیږی کې دغه هیواد له نورو هیوادونو سره په احترام سره خبرې وکړی او بندیزونه څنګةکړی .
دایران خارجه وزیر همدرااز په دې په ټینګار سره چې دایران تواندوی قدرت دفاعی اړخ لری ووئیل ، ایران دخپل دفاعی توغندوی پروګرام په باب له هیچا سره خبرې نه کوی ،ځکه دا دهیچا لپاره هیڅ ګواښ نه دی.
هغه دایران په ضد د: عربی ناټو: دجوړیدا آئیډیاتکراری او سیاسی توّهم او بې نتیجې خوب وبالۀ او په یمن ئې د سعودی عربستان یرغلونوته په اشارې سره ووئیل ، عربستان په یمن کې جنایتکار سیات اجرا کوی او لویدیځی هیوادونه پخپلو وسلو خرڅلاؤ او چپتیاؤ سره ورسره شریک دی . دایران خارجه وزیر همدرااز دترکیې په ضد دامریکا نوو بندیزونو په پاب هم ووئیل ، تهران په بشپړ ډ ول د انقرې د حکومت ملاتړ کوی .