د ايران پېټروکېميکل بائيکاټېدونکے نه دے
د ايران د پېټروکېميکل ملي شرکت عامل مدير پرون په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران پېټروکېميکل بائيکاټېدونکے نه دے وويل، د ايران پېټرو کېميکل محصولات به د مخکې په شان صادريږي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې رضا نوروز زاده وويل، د ايران د تيلي بنديزونو په شروع کېدو سره به د ايران په پېټروکېميکل صادراتو کښې هيڅ بدلون رانه شي.
هغه په تېره ۱۳۹۶ هجري نمريز کال کښې د ايران دولس ميليارډ ډالري پېټروکېميکل صادراتو ته په اشارې سره زياته کړه، د روان هجري نمريز کال د وړومبنيو څلورو مياشتو د شمېرنو مطابق به په روان ۱۳۹۷ هجري نمريز کال کښې د ايران د پېټرو کېميکل محصولاتو صادرات پينځلس فيصده زيات شي.
نوروز زاده واضحه کړه چې د ايران مهم مشتريان اروپايان دي او د ايران اسلامي جهوريت له اروپايانو سره هيڅ مشکل نه لري.
هغه همدارنګ د دې په بيانولو سره چې په نړۍ کښې د پېټروکېميکل محصولاتو د توليد اندازه د استعمال له اندازې سره برابره ده وويل، د پېټروکېميکل صنعت داسې نه دے چې يو څوک دې اراده وکړي او په بازار کښې دې د ايران د بائيکاټ په وجه د محصول کمښت فوراً تلافي کړي نو ځکه د پېټروکېميکل له بازاره د ايران لرې کول ډېر قيمت لرونکې چاره ده.
هغه تاکيد وکړ، په نړيوال بازار کښې د ايران د پېټروکېميکل محصولاتو ځاے نيول د څلورو يا پينځو کلونو پانګونې ته ضرورت لري.
امريکه د مۍ په اتمه نېټه له برجامه خارج شوه او بيا يې اعلان وکړ چې د رون ميلادي کال د نومبر تر څلورمې پورې به د ايران ګېس او پېټروکېميکل صفر ته ورسوي.
په همدې لړ کښې واشنګټن د نړۍ له هېوادونو غوښتي دي چې د تهران په خلاف د اقتصادي بنديزونو د يوې برخې په توګه دې له ايران څخه د تېلو، ګېسو او پېټروکېميکل محصولاتو واردات صفر ته ورسوي.
خو د چين، روس او ترکيې په شمول د نړۍ زياترو هېوادونو ويلي دي چې د امريکې غوښتنې نه مني.
له برجامه د امريکې د حکومت وتنه له پراخو کورنيو او نړيوالو غندنو سره مخامخه شوې ده.