ايران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۷-۰۵-۲۷
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75745-ايران_د_اونۍ_په_هنداره_کښې_۱۳۹۷_۰۵_۲۷
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو او نېکو پېرزوينو په وړاندې کولو سره ايران د اونۍ په هنداره کښې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2018 13:05 Asia/Kabul
  • ايران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۷-۰۵-۲۷

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو او نېکو پېرزوينو په وړاندې کولو سره ايران د اونۍ په هنداره کښې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

تېره جُمعه له وياړه د يوې ډکې ورځې ياد راوړونکې وه.

د روانې زمري د مياشتې ۲۶ نېټه د هغو سرلوړو پتمنو د ستنېدو له کليزې سره برابره وه چې د تپل شوي جنګ په کلونو کښې  په عراق کښې يې د اسيرۍ د سخت دوران په زغملو سره په افتخار او سرلوړۍ سره وطن ته راستانۀ شول.

د ايران د واقعاتو څېړنه د دغې تاريخي ورځې په نمانځلو سره شروع کوو.

بې له شکه د مقدسې دفاع د دوران هره برخه د هغو سترو ورځو ياد راوړونکې ده چې په يوې يادګاري حماسې بدله شوه.

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي دغو پتمنو ته په خطاب کښې وفرمايل:

«تاسو د اسيرۍ د دوران سخت حالات تېر کړل. خو په عېن حال کښې د دين، اعتقاداتو او له اسلام، امام او انقلاب سره د مينې په ساتلو سره د دښمن په مقابل کښې د خپل ملت د وياړ او عزت سبب شوئ. تاسو د دښمنانو له دسيسو سره په مقابل کښې د ايران د ملت په مقاومت او توانمنۍ باندې يو بل دليل شوئ او د ايران اسلامي جمهوريت د مقاومو پتياليو په شان ارزښتمنو ذخيرو په لرلو سره به هيڅکله يې د دښمنانو په وړاندې د کمزورۍ احساس ونه کړي.» ( په ۱۳۶۹/۰۶/ ۰۵ ڼېټه د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د پتياليو  د ډلې کتنه)

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه د تېرې هفتې د ګل په ورځ د مختلقو پرګنو د زرګونو خلقو په کتنه کښې د اقتصادي او معيشتي حالاتو او د ګواښ، بائيکاټ او د خبرو اترو په قالب کښې د امريکې د شرارتونو په باره کښې يو لړ  مهمې وېناوې وکړې.

 د اسلامي انقلاب معظم رهبر له امريکې سره د خبرو اترو د موضوع په اړه په خپله وېنا کښې تاکيد وکړ: د دقيقو استدلالونو، د تېرې تجربې  او له يو دهوکه باز او زور ويونکي رژيم سره د خبرو اترو د زياتو زيانونو د شتون په وجه له امريکايانو سره خبرې اترې نه کوو د خلقو او چارواکو د وحدت او يوزړۀ توب په سيوري کښې به دغه مرحله په ښه ډول تېره کړوو.

دوي د خبرو حقيقت په سياسي عرف کښې راکړه ورکړه وبلله او وې فرمايل: « امريکايان په هرو خبرو اترو کښې د خپل فوځي، پروپېګنډه اي او مالي قوت په اډاڼې سره کوشش کوی د خپلو مقاصدو د پوره کولو په مقابل کښې هر ډول مقاومت ناکامه کړي»

د اسلامي انقلاب معظم رهبر واضحه کړه: «مونږ يوازې هغه وخت له امريکې سره د خبرو اترو خطرناکې لوبې ته داخلېدې شوو چې له اقتصادي، سياسي او کلتوري لحاظه د خپلې خوښې قوت او طاقت پېدا کړوو او د هغې دباونه او چالاکۍ ونه کړې شي مونږ تاثير وکړي خو په اوس حال کښې خبرې اترې په قطعي توګه زمونږ په تاوان تماميږي او منعې دي.»

په دې کښې شک نشته چې تهران به هيڅکله د ګواښ په سيوري کښې له واشنګټن سره خبرې اترې ونکړي او له ايران سره د خبرو اترو لپاره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړانديز د تېرو تجربو له تکرارولو نه بغېر څه نه دي  او يوازې پروپېګنډه اي اړخ لري.

په دې باره کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېنا واضحه او روښانه ده.

حضرت آيت الله العظمی خامنه اي په دې اړه تېرو وختونو اشاره وکړه او واضحه يې کړه: په داخل کښې د ځينو د تصور په اپوټه د خبرو اترو لپاره د امريکايانو غوښتنه څه نوې مسئله نه ده او په وروستيو څلوېښتو کلونو کښې په ځلونو تکرار شوې خو د ايران له منفي ځواب سره مخامخه شوې ده.

حتی د امريکې د هغه وخت ولسمشر رېګن چې د اوسنيو په نسبت زيات مقتدر ؤ په مېک فارلين مشهوره قضيه کښې هغه په پټه د خبرو اترو لپاره تهران ته راولېږۀ چې له څلوريشتو ګېنټو وروسته بې له څه نتيجې ستون شو.

معظم رهبر وفرمايل: «امريکايان په خبرو اترو کښې په ظاهري اطمينان ورکونکو  الفاظو سره وعده ورکوي خو له مقابل لوري نغد امتيازات غواړي او وعده نه قبلوي.»

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د نظام د دريځونو په اړه په عامه افکارو کښې د شک رامنځته کول د ايران د ملت د دښمنانو يو معلوم هدف وبلۀ او زياته يې کړه: « هغوي غواړي په اقتصادي جنګ سره ناراضيتي رامنځته کړي  چې شايد دغه نارضايتي په بلوو او ناامنۍ بدله شي.

د سياسي مسائلو شناندې ابوالقاسم قاسم زاده په اطلاعات ورځپاڼه کښې د ټرمپ د نوې فوځي – امنيتي پاليسي تر عنوان لاندې يو مضمون کښې ليکي:

ټرمپ په مېنځني ختيځ کښې د خپل سياست او منصوبه بندۍ ټوله توجه په دوو اصولو متمرکزه کړې ده: وړومبے په متواتره توګه د ايران د اسلامي جمهوريت کمزوري کول، په تېره بيا د مالي او اقتصادي بائيکاټونو په عملي کولو سره. دويم، د اسرائيلو د خپل سريتوب د تثبيتولو لپاره د امريکې د مېنځني ختيځ د ټولو سياستونو انتطباق؛»

تېره هفته د ايران فاتح مبين نومې د يو نوي توغندي مخکتنه وشوه.

جنرل امير حاتمي د تېرې هفتې د ګل په ورځ د فاتح مبين توغندي د مخکتنې په مراسمو کښې وويل: نن هيڅ خنډ د دغه توغندي په مقابل کښې نه شي اودرېدې او وجه يې هغه اوچته انعطاف قبلونه، اوچته تاکتيک قبلوهه او اوچت توان دے چې د هدف په انتخاب کښې يې لري.

جنرل حاتمي په دې باندې په تاکيد سره چې فاتح مبين نومې توغندے په کامله توګه کورنۍ توليد دے زياته کړه: نن د ايران د وسله والو ځواکونو ټول ضرورتونه په ځاي توان سره او له هېواده بهر ته بې له ضرورته پوره کيږي او ايران نويو لاسته راوړنو سره په تېره بيا د فاتح مبين توغندي سره تر مودو مودو پورې خپل امنيت ټينګولې شي.

د ايران اسلامي جمهوريت د دښمنانو د ګواښونو په مقابل کښې د دفاعي او مخنيونکي توان د پياوړتيا په زمينه کښې او همدارنګ د سيمه ايز ثبات او امنيت په ساتنه کښې به يوه لحظه هم ترديد ونکړي.

واضحه ده چې د ايران فوځي توانمني او قوت د دښمنانو د سترګو ازغے او د ګواښونو په مقابل کښې ورخ دے. په همدې وجه امريکه تل کوشش کوي چې په بدنامولو او د بنديز په استعمالولو سره د ايران دفاعي توان کمزورے کړي.

امرېکن انټرپرائيز فکري ادارې د ۲۰۱۷ کال د اګست په مياشت کښې په يو رپوټ کښې وليکل، ايران د تپل شوي جنګ په دوران کښې چې له صدام څخه د نړيوالو قوتونو په پراخه ملاتړ سره شروع شو، په خاصه توګه په ښارونو او استوګن سيمو باندې د بعث رژيم په توغنداي حملو کښې زيات زيانونه وزغمل.

د ايران توغنده اي قوت دفاعي اړخ لري او ايران  خپل دفاعي توغنده اي پروګرام په باره کښې به له هيڅ هېواد سره خبرې اترې ونکړي ځکه چې د هيچا لپاره څه ګواښ نه دے.

خو د ايران اسلامي جمهوريتد فارس خليج د سيمې د ځينو عربو هېوادونو په شان هيڅکله د ميليارډ ډالرو وسلو د اخېستلو په لټه کښې نه ؤ او نه دے، ځکه چې دا توان يې په ځان کښې ليدلے دے چې خپل دفاعي ضرورتونه د نړيوالو متعارفو حقوقو مطابق او له ځاي ظرفيونو او د ايراني سائنسدانانو او ماهرانو له پوهې څخه په استفادې سره پوره کړي.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف مشهور جرمن خبريال يورګن تودنهوفر سره په مرکه کښې وويل:

«مونږ په سيمه کښې له نورو هېوادونو سره په پرتله کښې ډېرې کمې پېسې د وسلو لپاره بيلوو. سعودي عرب له مونږ نه تر زياتې فاصلې پورې ويشتونکي توغندي لري چې د اېټمي خويلو د وړلو قابليت هم لري او دا په داسې حال کښې دي چې زمونږ توغندي داسې نه جوړ شوي. د سعودي توغندي له يو براعظمه بل براعظم ته تر دوه نيم زره کيلوميټره فاصلې پورې د ويشتو توان لري او داسې توغنديو اصلي نمونه تر دولسو زرو کېلومټرو د ويشتو توان لري. خو زمونږ توغندي د اېټمي خويلو د وړلو قابليت هم نه لري او د ويشتو زيات نه زياته فاصله يې دوه زره کيلوميټره ده. مونږ به له دغو توغنديو څخه د هيڅ يو هېواد په خلاف استفاده ونه کړوو او اعلان مو کړے چې يوازې به يې هغه وخت استعمالوو چې راباندې حمله وشي.»

په تېره هفته کښې د ايران سينما او تېټر د يو هنر من وير ونمانځه

د ايران د سينما، تېټر او ټيلي ويژن مشهور لوبغاړے عزت ا... انتظامي د تېرې جمعې په ورځ سحر د ۹۴ کلونو په عمر کښې په تهران کښې وفات شو.

انتظامي د ايران وړومبنے لوبغاړے ؤ چې په نړيوالو فېسټيوالونو کښې يې انعامات ترلاسه کړل. انتظامي په غوه نومې فېلم کښې په کار کولو سره د شيکاګو د فېلم په نړيوال فيسټيوال کښې د وړومبني لوبغاړي د رول لرلو ترټولو غوره انعام ترلاسه کړ.

انتظامي د لوبغاړۍ په ډګر کښې د کلونو کلونو په فعاليت کښې تل پاتي کردارونه ادا کړل او اثار يې پرېښودل.

د ايران د واقعاتو په وروستۍ برخه کښې د ايران ځينو علمي او سائنسي واقعاتو او کاميابيو ته يوه کتنه کوو. نو ښه دا له مونږ سره مل اوسئ.

د دنيا د رياضۍ د انجمنونو نړيوالې اتحاديې تېره هفته د د مۍ په دريمه نېټه د ارواښادې مېرمن ميرزاخاني د زېږېدنې ورځ  د ايران د رياضۍ د انجمن د ښځو د کمېټۍ په وړانديز سره په رياضياتو کښې د ښځې د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.

ايراني رياضي دانه او د اسټنفورډ پوهنتون استاده مريم ميرزاخاني په ۲۰۱۴ کال کښې د ډېنامېک او هندسې په زمينه کښې د هغو په ريماني او پيمانه اي فضاګانو په سطحو کښې دتحقيقاتو په ترسره کولو سره  په رياضياتو کښې د ترټول اوچت انعام په توګه د فيلډ مېډال په ګټلو سره د وړومبنۍ ښځې په عنوان سره انتخاب شوه.

د ايران او نړۍ د رياضۍ دغه نابغه مېرمن له سرطان بيمار سر د څلورو کلونو له مبارزېوروسته وفات شوه.

نن د ايران يو وياړ په سائنسي ډګرونو کښې ځلېدل دي.

د سکائماګوجر سائيټ د شمېرنې د اطلاعاتو له مخې له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۱۶ کاله پورې موده کښې ايران د مواد د سائنس د حوزې په نړيوالو سائنسي توليداتو کښې زياته وده لرلې ده، په دا ډول چې په ۲۰۱۶ کال کښې يې د ۶۸۱۰ مقالو په خپرولو سره د کميت له لحاظه له چين، امريکې، هند، جرمني، جاپان، روسيې، جنوبي کوريا، برطانيې، فرانسې او ايټاليا نه پس يولسمه رتبه کښې راغے.

د ترسره شويو جاجونو د نتائجو له مخې ايران په سيمه کښې د فضاء د لېږلو او بنسټيزو مراکزو په زمينه کښې دويمه رتبه، د اکتشافاتو په علومو کښې دويم رتبه ، له لرې لارې د سنجونې په برخه کښې پينځمه رتبه، د مخابراتو په زمينه کښې اومه رتبه، د سپوږمکيزو يا سېټيلائيټ ټېکنالوجيو په برخه کښې پينځمه رتبه او په بېړۍ اوړونکې برخه کښې يې دويمه رتبه حاصله کړې ده.

دايران د پوهنتونونو نومونه اوس د نړۍ د برترو پوهنتونونو په لېسټ کښې راغلي دي. د اسلامي نړۍ د علومو د استنادي مرکز سپرست محمد جواد دهقاني تېره هفته وويل؛ په ۲۰۱۸ کال کښې د شانګهائي د نړيوالې رتبه بندۍ د نتائجو په بنياد د ايران ديارلس پوهنتونونه د نړۍ د زرو برترو پوهنتونونو په قطار کښې راغلل.

 تهران پوهنتون، اميرکبير صنعتي پوهنتون، شريف صنعتي پوهنتون، د تهران د روغتيائي علومو پوهنتون، د سائنس او صنعت پوهنتون، د مدرس د تربيت پوهنتون، د بابل نوشيروالي پوهنتونو د اصفهان صنعتي پوهنتون، د شهيد بهشتي د طبي علومو پوهنتون، د مشهد فردوسي پوهنتون، د شيراز پوهنتون، د تبريز پوهنتون او د طبي علومو پوهنتون د ايران ديارلس پوهنتونونه دي چې د نړۍ په زرو برترو پوهنتونونو کښې شامل دي.

تېره هفته د ايران علمي او سائنسي واقعات د جنوبي کوريا د ځوانانو د ايجاداتو نړيوال المپياد ته د ايران د اسلامي جمهوريت د لېږل شوي ټيم د کاميابيو په خبر سره تکميل شول.

د جنوبي کوريا د ځوانانو د ايجاداتو د نړيوال المپياد په آخر کښې ايراني ټيم د زدکړو او محصلۍ په دوو برخو کښې دولس انعامونه ترلاسه کړل.

د زدکړې په برخه کښې يې يو د سرو زرو ، درې د سپينو زرو، درې د زيړو مېډالونه او دوه خصوصي انعامونه او د محصلۍ په برخه کښې يې هم يو د سپينو زرو مېډال او دوه د زيړو مېډالونه ترلاسه کړل.

------------