له ايران سره د ملګرتيا لپاره د اروپا د کوششونو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76018-له_ايران_سره_د_ملګرتيا_لپاره_د_اروپا_د_کوششونو_دوام
د برجام د ساتنې لپاره د کوششونو او له ايران سره د تجارتي تعلقاتو په دوام کښې د جرمني خارجه وزير د دغه هېواد له شرکتونو سره چې غواړي د امريکې د بائيکاټونو باوجود له ايران سره خپل تجارتي تعلقاتو ته دوام ورکړي د حکومت مرستو ورکولو او ترې د ملاتړ خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2018 11:44 Asia/Kabul
  • له ايران سره د ملګرتيا لپاره د اروپا د کوششونو دوام

د برجام د ساتنې لپاره د کوششونو او له ايران سره د تجارتي تعلقاتو په دوام کښې د جرمني خارجه وزير د دغه هېواد له شرکتونو سره چې غواړي د امريکې د بائيکاټونو باوجود له ايران سره خپل تجارتي تعلقاتو ته دوام ورکړي د حکومت مرستو ورکولو او ترې د ملاتړ خبر ورکړ.

د جرمني خارجه وزير هايکو ماس د دې په اعلانولو سره چې هغه شرکتونه چې غواړي په ايران کښې فعال پاتې شي، د مالي ادائېګو د لارو او د حکومتي صادراتو د بيمې د ساتنې په شمول يو لړ ملاتړونه ولري وويل: اروپا له امريکې څخه د يو خپلواکه مالي ادائګۍ لارې او د پېسو د يو اسعاري صندوق جوړولو لپاره کوشش کوي.

په ايران کښې د جرمني له فعالو شرکتونو څخه د دغه هېواد د حکومت ملاتړ په داسې حال کښې دے چې د تېر ګل په ورځ د فرانسې ولسمشر امانوئل مېکرون هم يو ځل بيا تاکيد وکړ چې د دغه هېواد او د جرمني او برطانيې په شمول د نورو اروپائي هيوادونو مقصد د برجام ساتنه ده.

د اروپائي هېوادونو لپاره د برجام ساتنه يوه مهمه مسئله ده ځکه چې له يوې خوا د ايران بازار او د اروپائي اتحاديې لپاره د اقتصادي مبادلاتو ساتنه زيات اهميت لري او له بلې خوا د برجام ساتنه د اروپا لپاره د دغې اتحاديې د امنيت د ساتنې په څېر او يو دول د امريکې له يو اړخيزو سياستونو سره مبارزه ده.

د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرې مېرمن فيډريکا موګريني په دې اړه وويل، مونږ په ټوله نړۍ کښې له خپلو نړيوالو انډيوالانو سره خپلو ملګرتياو ته دوام ورکوو چې له ايران سره قانوني تجارت ته دوام ورکړي. مونږ دا کار ترسره کوو ځکه چې دغه موافقه يعنې برجام زمونږ ټولو د امنيت او د اروپائي اتحاديي د امنيت لپاره ګټور دے.

د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د وړومبنۍ مرحلې له شروع نه تقريباً د يوې مياشتې په تېرېدو سره اروپائي هېوادونه د برجام په قالب کښې له ايران د خپلو تعلقاتو د ساتنې او د ايران د اقتصادي ګټو د پوره کولو لپاره هم هغه شان په هلو ځلو بوخت دي.د ايران چارواکو د برجام د ساتنې لپاره ل اروپائي چارواکو څخه د اقتصادی او تجارتي ګټو د پوره کولو غوښتنه کړې ده.اروپائي هېوادونو په تېره بيا د اروپا ټرويکا چې فرانسه، جرمني او برطانيه پکښې شامل دي له برجامه د امريکې د وتلو په وخت په برجام کښې په باقي پاتې کېدو او د ايران د غوښتنو په پوره کولو تاکيد کړے دے او تر اوسه يې له ايران سره د تجارتي او اقتصادي تعلقاتو د ساتنې لپاره يو لړ ګامونه هم پورته کړي دي.

په ايران کښې د اروپائي شرکتونو لپاره د اقتصادي تشويقونو په نظر کښې لرل، له امريکې څخه د خپلواکو بېنکي مالي مبادلارتو د نظام او د امريکې له بنديزونو سره د مقابلې لپاره د اروپائي اتحاديې د تړونکو قوانينو د اپډېټ نسخې اجرا کولو لپاره هلې ځلې د ايران د غوښتنو به چوکاټ کښې د برجام د ساتنې لپاره د اروپا له اقداماتو څخه دي. د امريکې له بنديزونو څخه له اطاعته د اروپائي شرکتونو د منعې ترڅنګه تړونکي قوانين هغوي ته دا امکان ورکوي چې له امريکې څخه په شکايت سره تاوان ترلاسه کړي. د دغو قوانينو له مخې همدارنګ په اروپائي اتحاديه کښې د واشنګټن له بنديزونو څخه په ملاتړ کښې د امريکې او د بل هر هېواد د محکمو حکمونه بې اثره وي.

که څه هم اروپائي چاروکو له ايران سره د تجارتي مبادلاتو د ساتنې او او په ايران کښې د بهرنيو شرکتونو په کاراچونې لپاره تاکيد لري خو د دغو دريځ نيونو باوجود د ايران په اقتصادو کښې د ځينو فعالو اروپائي شرکتونود وتلو او همدارنګ د اروپا د وعدو د نه عملي کېدو د تعلقاتو راتلونکے له شک سره مخامخ کړے دے.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند بهرام قاسمي په دې باره کښې وويل، اروپايان او له ايران سره د اېټمي موافقې مذاکراتي لوري کوشش کوي دغه موافقه وژغوري، خو دغه چلند سست دے پکار دي دغه چلند چټکه شي. په هر حال په دې کښې شک نشته چې د اروپايانو د تدابير د نه عملي کېدو په صورت کښې ايران په دې زمينه کښې نور انتخابونه غوره کوي.

---------------