درهبرۍ لارښونې دحکومت دحرکت غوټه پرانیستونکی دی
داسلامی انقلاب معظم لارښود په تیرې چارشنبې ورځې داسلامی ایران له ولسمشر او ورسره دکابینې له غړو سره په کتنې کې د هیواد داقتصادی موضوعګانو ، بهرنی سیاست او د داخلی انسجام او اتحاد په باب په ځینو مهمو ټکو ټینګار کړی ؤ .
ایرنا خبری آژآنس راپورورکړی، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د حکومت دکابینې دغړو په غونډې کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود د لارښونو او وروستیو څرګندونو په منننې سره دغه لارښونې ، دایران په اقتصادی مدیریّت کې کارجوړونکی بللی او وئیلی ئې دی ، د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای ارشادات او ملاتړونه دحکومت لپاره د لارې مشال اوستره مرسته ده .
ډاکټر روحانی همدراز په اقتصادی مدیریّت ، د درستو نیمګړو پروژو دسپارلو ، دخصوصی برخو پراختیا او ورځینی د بشپړ ملاتړ ، داقتصادی چینلونو دملاتړ ، دبانکی نظام داصلاح ، د نغدو پیسو دمدیریّت ، دسیمه ایزو ملګرتیاؤ دپراختیا او له ګاونډیانو سره لازیات ارتباط په باب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود لارښونې د حکومت مهم لومړیتوبونه وبلل چې په ټول توان سره به په اړونده ادارو کې تعقیب شی .