په رسندوئِ جنګ کې ددښمن موخه د ولس بدبینه اونهیلی کول دی
داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې په ټینګار سره چې سره د ټولو مشکلاتو او بدغواړو له پروپیګنډیزو فضاګانو سره سره،اسلامی انقلاب او هیواد دپرمختګ په حال کې دی زیاته کړې ، د اربعیّن په لاریون، په اعتکاف، دپوهنتونونو په جمې لمانځونو او د روژې دمبارکې میاشتې په پروګرامونو کې دځوانانو پراخ شتون ، په معنوی زمینو کې دپرمختګ ښودنه کوی .
دایران داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه ای د رهبرۍ د خبرګانو شورا له مشر او استازو سره په کتنې کې پخپلې وینان کې د شخصیتونو اوخلکو خورا مهمه دنده په اوسنیو سختو شرائطو کې له حکومتی ادارو سره د خلکو دانسجام دساتنې او ژورتیا لپاره حرکت او او دبندون د احساس او ناامیدۍ او نهیلیتوب دفضا له رامینځةکولو ډډه کول دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز روښانه کړې ، دایران دملت بدغواړو له اقتصادي جنګ سره سم ، رسندوئي شورماشور او پروپيګنډې هم پخپلو ایجنډاؤ کې راوستي دي ، پر دې اساس نیوکې باید خیرغواړي او داصلاح په موخې سره وي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دملی انسجام او وحدت پر ساتنې او دعمومی افکارو په بڼه نیونې په ټينګار سره فرمائيلي دي ، نن سبا اسلامی نظام له داسې اړخیزو اقتصادي یرغلونو سره مخامخ دی ، چې د جنګ له یوې کوټې او په په بشپړ دقت او اهتمام سره ئې لاښونه کیږي ، خو د دغه جنګ ترڅنګ یو بل مهم جنګ یعني د رسنئ جنګ او پروپيګنډې هم روانې دي ، چې زیاتره وختونو ورځیني غفلت کیږي .
دوي همداراز په دې په ټينګار سره دغه رسندوئي جنګ له مخکې هم شته ؤ ، خو اوس ډير زیات شوی دی ، ووئيل ، دهغو اطلاعاتو په اساس چې په اختیار کې ئې لرو ، دامریکا او صهونیست رژيم جاسوسي ادارې د ایران د شاوخوا سیمې دځينو قارونیانو یا پاچایانو په مالی ملاتړونو سره د دغه رسانئي جنګ لپاره یو لړ تشکیلات جوړ کړی دي او په جدي توګه په پلانونې او د ټولنې دفکري اوتبلیغاتي فضا دککړولو لپاره په هڅې لګیا دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې په ټينګار سره چې سره د ټولو مشکلاتو او بدغواړو له پروپيګنډیزو فضاګانو سره سره،اسلامی انقلاب او هیواد دپرمختګ په حال کې دی زیاته کړې ، د اربعیّن په لاریون، په اعتکاف، دپوهنتونونو په جمې لمانځونو او د روژې دمبارکې میاشتې په پروګرامونو کې دځوانانو پراخ شتون ، په معنوي زمینو کې دپرمختګ ښودنه کوي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دوام کې د هیواد په اوسنیو شرائطو کې یو مهم ټکي ته یعني د هیواد دمدیریّتي اورګانونو او ولس انسجام ته اشاره وکړه او وې فرمائيل ؛ د باؤر جوړونې او جلبونې خورا مهمه برخه ، دبیلابیلو اورګانونو اوادارو په اقداماتو کې غوټه خوړلې ده او البته ټریبیون لرونکي هم باید له دغه کار سره مرسته وکړي .