د ایران ، روسیې او ترکیې غونډه پیل شوه
-
دتهران دغونډې اصلي موضوع په سوریې کښې دامنیت او دثبات دټینګیدا او تثبیت لپاره د سیمه ییزو ملګرتیاو څیړل دي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې په اړه د ایران د روسیې او د ترکیې د ولسمشرانو درې اړخیزه غونډه نن په تهران کښې پیل شوه .
دایران د ولسمشر حسن روحانی ، د روسیې دولسمشر ولادیمیر پوتین او دترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره دتهران درې اړخیزه غونډه دترهګرو له نیواک څخه د سوریې د ادلب د ازادولو لپاره د پوځ دعملیاتو د پیلیدا په درشل کښې پیل شوی ده .
دتهران د نن ورځې غونډه د روسیې په سوچی او د ترکیې په انکارې کښې د ایران د روسیې او دترکیې دریو هیوادونو د مخکنیو دوو۲) غونډو دوام دی .
دتهران دغونډې اصلی موضوع په سوریې کښې دامنیت او دثبات دټینګیدا او تثبیت لپاره د سیمه ییزو ملګرتیاو څیړل دی .
دایران ولسمشر دغه غونډې ته په وینا کښې په دې خبرې ټینګار سره چې ولسواکۍ په ټوپکو سره نه رامینځته کیږی وویل د سوریې بیا رغاونه او دکډوالو بیرته ستنیدل باید د نړیوالې ټولنې په ایجندې کښې وشی او دایران اسلامی جمهوریت چمتو دی په دې زمینه کښې خپل رغنده رول ولوبوی .
حسن روحانی د سوریې د کړکیچ دختمیدا لپاره د مهمو ټکو په بیانولو سره د روسی د ترکیې او د ایران ملګرتیا دنړۍ او دسیمې په سویه د اوږدمهاله ملګرتیاو او په سوریې کښې د سولې د رامینځته کیدا لپاره مهم دتکیې ډاډمن ټکي وبلل .
هغه په دې خبرې سره چې دسوریې د راتلونکي لپاره په هرډول حل لارې کښې لومړی او اخري رول د سوریې د ملت دی وویل د تهران غونډه چې دسوریې د اکثره خلکو د غوښتنې پراساس د کړکیچ دختمولواو له ترهګرۍ سره د اغیزشیندونکي مبارزې لپاره داستانه دغونډې دبهیر په چوکاټ کښې تسره کیږی به اوسنۍ او په راتلونکي مرحلې کښې په ګډو اقداماتو دغور لپاره فرصت دی .
د ایران ولسمشرحسن روحاني په سوریې کښې دایران شتون د دمشق د قانوني حکومت په غوښتنه او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره وباله او ویط ویل ددغه شتون دوام به په همدې اساس وي .