ایران ، روسیې او ترکیې د سوریې په بشپړتیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76264-ایران_روسیې_او_ترکیې_د_سوریې_په_بشپړتیا_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وایی د ایران ، د روسیې او دترکیې ولسمشرانو په تهران کښې دسوریې د سولې دغونډې په پاییزې بیانیې کښې د دغه هیواد ځمکنۍ بشپړتیا واکمنۍ او دغه راز د ملګروملتونو د منشور اصولو او هدفونو ته په خپلې پاې بندۍ ټینګار وکړ او ویې ویل ټول ګاونډی هیوادونه باید ددغو اصولو درنښت وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2018 13:17 Asia/Kabul
  • حسن روحاني ، ولادیمیر پوتین او رجب طیب  دترهګرو ډلو د له مینځه وړلو لپاره د ملګرتیا د دوام په اړه په خپلې ارادې ټینګار وکړ .
    حسن روحاني ، ولادیمیر پوتین او رجب طیب دترهګرو ډلو د له مینځه وړلو لپاره د ملګرتیا د دوام په اړه په خپلې ارادې ټینګار وکړ .

زمونږ خبریال وایی د ایران ، د روسیې او دترکیې ولسمشرانو په تهران کښې دسوریې د سولې دغونډې په پاییزې بیانیې کښې د دغه هیواد ځمکنۍ بشپړتیا واکمنۍ او دغه راز د ملګروملتونو د منشور اصولو او هدفونو ته په خپلې پاې بندۍ ټینګار وکړ او ویې ویل ټول ګاونډی هیوادونه باید ددغو اصولو درنښت وکړی .

دایران  ، د روسیې او ترکیې ولسمشرانو حسن روحانی ، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان نن په تهران کښې ددرې اړخیزه غونډې په پاې کښې دترهګرو ډلو د له مینځه وړلو لپاره د ملګرتیا د دوام په اړه په خپلې ارادې ټینګار وکړ .

ددریو (۳)هیوادونو ولسمشرانو د استانه(Astana) دبهیر په بریاو د رضایت په څرګندولو سره د سوریې دکړکیچ دحل یوازنۍ لاره سیاسی بهیر او خبرې اترې وبللې او ډاګینه یې کړه د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری .