سیمه له مهاجرې ترهګرۍ سره مخ شوې ده
لاریجاني وویل: نن سبا د مینځني ختیځ سیمه له مهاجرې ترهګرۍ سره مخ شوې ده او کوم ترهګر چې په عراق او سوریې کښې تر دباؤ لاندې راغلي دي، نورو ځایونو ته ځي.
د ایران د اسلامي شورا مشر په تهران کښې د آذربایجان جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر په کتنه کښې وویل: نن سبا د مینځني ختیځ سیمه له مهاجرې ترهګرۍ سره مخ شوې ده او کوم ترهګر چې په عراق او سوریې کښې تر دباؤ لاندې راغلي دي، نورو ځایونو ته ځي.
د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر علي لاریجاني په دغه ملاقات کښې زیاته کړه: ایران او آذربایجان جمهوریت یوازې ښه ګاونډیان نه دي بلکې د دواړو هیوادونو ترمینځ ډیر دیني اشتراکات، ګډې چارې او اقتصادي ملګرتیاوې شته دي.
هغه د ایران او آذربایجان جمهوریت د اړیکو په خرابولو کښې د ځینو بدغواړو هلوځلو ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له آذربایجام جمهوریت سره د اوږمهاله اړیکو د پراختیا لپاره روښانه سټراټیجي لري.
لاریجاني دې ته په اشاره سره چې څو هیوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې شکمن اقدامات ترسره کوي، زیاته کړه: امریکا او د سیمې ځیني هیوادونه په افغانستان کښې د داعشي ترهګرو په فعالیدو کښې مرسته کوي.
په دغه کتنه کښې د آذربایجان جمهوریت د کورنیو چارو وزیر رامیل اُسوب اف هم وویل چې د دغه هیواد د ولسمشر الهام علي اف سیاست له ملګرو او ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ده.