دنړۍ خلکو ته د ایران دملت د پیغام رسول اړین دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76788-دنړۍ_خلکو_ته_د_ایران_دملت_د_پیغام_رسول_اړین_دی
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلی خامنه ای پرون مازیګر له یوشمیر پوځی قومندانانو ، جنګیالیو ، سرشیندونکو او هنرمندانو سره په کتنې کښې د سپیڅلی دفاع پړاو دسلطې د واکمنۍ په دنیا کښې د قدرت د معادلاتو د حالت انځورونکی وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2018 01:40 Asia/Kabul
  • لویدیځو هیوادونو دایران پرضد د تپلي جنګ په وخت د عراق د صدام رژیم ته کیمیاوي وسلې ورکړې .
    لویدیځو هیوادونو دایران پرضد د تپلي جنګ په وخت د عراق د صدام رژیم ته کیمیاوي وسلې ورکړې .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلی خامنه ای پرون مازیګر له یوشمیر پوځی قومندانانو ، جنګیالیو ، سرشیندونکو او هنرمندانو سره په کتنې کښې د سپیڅلی دفاع پړاو دسلطې د واکمنۍ په دنیا کښې د قدرت د معادلاتو د حالت انځورونکی وباله

او ویې ویل د سپیڅلی دفاع جنګیالیو په خپل عمل سره د هغه وخت له معنویت او انصاف څخه لیرې او د وحشی او دظالمې نړۍ حقیقی انځور ثبت کړ چې دغه انځور باید د نړۍ خلکو ته هم وړاندې شی .

د مشر تابه ستر مقام ټینګار وکړ باید د سپیڅلی دفاع د فلیمونو  او هنری اثارو د صادرولو او د لیکل شویو اثارو د ژباړې د یوه (۱)غورځنګ په رامینځته کولو سره دایران د ملت د نا ماتی قبلولو  ، هڅې او د ایمان د روح پیغام د نړۍ خلکو ته ورسوو .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دعراق دبعث تیریګر دښمن په مقابل کښې دایران د ملت د نابرابرو شرایطو بیلګو ته په اشارې سره وویل د سپیڅلی دفاع په پړاو کښې په داسې حال کښې چې دایران ملت ته د لږ ترلږه امکاناتو ، تجهیزاتو او حتی د ازغن جال د کارولو اجازه نه ورکول کیدله خو دایران مقابل لوری (عراق )ته یې د جنګ ترټولو موډرن تجهیزات او حتی کیمیاوی وسلې ورکولې .

هغه زیاته کړه په داسې حال کښې چې نن سبا د کیمیاوی وسلو د تور لپاره شورماشور کوی خو لویدیځو هیوادونو دایران پرضد د تپلی جنګ په وخت د عراق د صدام رژیم ته کیمیاوی وسلې ورکړې چې هغه(صدام) نه یوازې د جنګ په جبهو بلکې دایران  د سردشت په شان د ښارونو پرضد دغه وسلې استعمال کړې .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت په هغه وخت کښې  نه یوازې له اقتصادی او سیاسی بایکاټ سره مخ وو بلکې له تبلیغاتی پلوه هم تر بایکاټ لاندې وو او دایران دملت غږ نه اوریدل کیده  او دنړۍ رسنیو چې د صهیونیسټانو تر سلطې لاندې وې  چې هر څه غوښتل نو دایران دملت پرضد یې تبلیغول .

هغه دعراق له صدام رژیم سره د فرانسې او جرمنی وسله والو مرستو ته په اشارې سره زیاته کړه ددغو دوو(۲)هیوادونو خلک باید ولې پوه نشی چې ددوې حکومتونو په اتو(۸) کلونو کښې د ایران له ملت سره څه کړی وو .؟  دنیا اوس هغه شفاف او رسوا کونکی انځور چې دایران ملت یې د سلطې له نظام څخه لری نه وینی .