سپاه پاسداران د اهواز د ترهګرې حملې د مشرانو مرکز وویشته
د ایران د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سوریې د فرات سیمې په ختیځ کښې، د ایران د سویل لویدیځ اهواز ښار د ترهګر جنایت د مشرانو د مرکز د ویشتلو عملیات تشریح کړل.
سپاه نیوز لیکلي چې د پاسدارانو لښکر په خبرپاڼه کښې راغلي دي: د اهواز د ستمبر د دوویشتمې نیټې له ترهګر جنایت وروسته چې پکښې د ایران ۲۵ تنه بې دفاع او مظلوم ملکیان شهیدان او ۶۹ نور زخمي شول، سپاه پاسداران نن سهار وختي د سوریې د فُرات په ختیځه سیمه کښې د امریکې او د سیمې د ځینو رژيمونو ترملاتړ لاندې تکفیري ترهګرو د استوګنې او راغونډیدو ځاې د توغندوي حملې هدف وګرځوه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کښې د ایران په لویدیځ کښې د پاسدارانو لښکر د هوائي ځواک له توغندوي اډو څخه شپږ مینځ واټنه بالیسټک توغندي وتوغول شول او لاسپوڅي او جنایتکاره ترهګر له ۵۷۰ کیلومیټره واټن څخه د وژونکو حملو هدف وګرځیدل، ورپسې د دغه ځواک اوو جنګي بې پایلټه الوتکو هم د نړیوال استکبار د تالي څټو ترهګرو د راغونډیدو او ملاتړ مرکزونه بمباري کړل.
د دې خبرپاڼې په دوام کښې راغلي دي: د ترلاسه شویو دقیقو معلوماتو او رپورټونو له مخې، په دې عملیاتو کښې د ترهګرو یوشمیر مشران او غړي هلاک شوي یا زخمي شوي دي او د هغوي د مهماتو ګودامونه او بیخ بیناوې هم ورانې شوې دي.
سپاهِ پاسداران ځواک ټینګار وکړ: د ایران د ولس امنیت د هیواد د وسله والو ځواکونو سره کرښه ده او دا ځواکونو د اسلامي ایران په ساتلو او د ټولنې او امنیت او آرامښت په تامینولو کښې له هیڅ کوششه ډډه نه کوي او خپل اوسپنیز سُوک به د دښمنانو هر ډول شرارت او شیطانت ته د پریکنده او ځپونکي ځواب ورکولو لپاره همدغه شان تیار وساتي.