ایران په دې کړکیچنه سیمه کښې یو امن او باثباته هیواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76926-ایران_په_دې_کړکیچنه_سیمه_کښې_یو_امن_او_باثباته_هیواد_دی
د ایران د پولیسو مشر قومندان په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت امنیت ټکاؤ لرونکی او مثالي دی، ټینګار وکړ: په دې کړکیچنه سیمه کښې چې له ترهګرو ډکه ده، ایران باثباته امنیت لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2018 11:59 Asia/Kabul
  • ایران په دې کړکیچنه سیمه کښې یو امن او باثباته هیواد دی

د ایران د پولیسو مشر قومندان په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت امنیت ټکاؤ لرونکی او مثالي دی، ټینګار وکړ: په دې کړکیچنه سیمه کښې چې له ترهګرو ډکه ده، ایران باثباته امنیت لري.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د پولیس ځواک قومندان حسین اشتري نن په تهران کښې د پولیسي او امنیتي تجهیزاتو او شیانو د اولسم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کښې، په عراق او سوریه کښې له ترهګرو د صهیونیسټي او امریکايي ډلو ملاتړ ته په اشارې سره وویل: په خواشینۍ سره کوم کسان چې له ترهګرۍ سره د مبارزې شعار ورکوي، همدغه کسان د سیمې د ناامنه کولو لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

سردار اشتري همداشان د اهواز ترهګره حمله ناځوانمردانه وبلله او ویې ویل: د اسلامي جنګیالیو نن سهار له هغوي غچ واخیسته او بیا به هم په خوله کلک سُوک ورکړي.

هغه همداشان ټینګار وکړ: د ایران پولیس به د اقتصادي، اجتماعي او امنیتي په شمول په ټولو ډګرونو کښې له هرډول هغه تحرک سره مقابله وکړي چې د ایراني ولس د امنیت او ارامښت د خرابولو نیت لري.