دایران په ضد بندیزونه او دامریکا چیلنجونه (بشپړریډیوئي تحلیل)
دایران ستر ملت او وطن پال ځوانانو ستره ټولګه پوهیږی چې باید دد ښمن د خورا وروستۍ پاتې حربې یعنی د بندیزونو په ناکامولو سره به امریکا ته یوه بله درنده څپیړه ورکړی ، چې ان شاا.... دا کار به ډیر زر وشی .
دامریکا حکومت له جامعې ایټمی موافقې وتلو وروسته دایران په ضد دباؤ داعمالیدا لپاره هراړخیزو اقداماتو ته مخه کړې او په هڅه کې ده ، نور هیوادونه هم دایران دملت په ضد له یواړخیزو بندیزونو ملاتړ ته وبولی. خو امریکا په دغو خوځښتونو کې تر کومه حده بریالۍ ده ؟
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مئ په اتمه نیټه،جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دامریکاد ژمنتیاؤپه خلاف ورزۍ سره،خپل هیواد په یواړخیز ډول له دغې نړیوالې موافقې وباسۀ . دامریکا دخزانې وزارت هم اعلان وکړ هغه ایتمی بندیزونه چې د دغې موافقې په پیروۍ سره لیرې کړائ شوی وو، په دوو مرحلو کې به یعنی په نوی ورځو او یوسل اتیا ورځو کې به بیا احیاء شی . ډونالډ ټرمپ د جولائی په شپږمه نیټه د ایران په ضد دبندیزونو دلومړنۍ مرحلې داجرا حکم په رسمی ډول په لاسلیک کولو سره صادر کړ. ټاکل شوې ده ، د ایران په ضد تیلی بندیزونه هم د نومبر میاشتې څخه اجرائی شی ، خو د ټرمپ دغه فیصله په درستې نړۍ کې له ډیرو زیاتو مخالفتونو سره مخامخ شوې ده او له صهونیسټ رژیم او ځینو عربو هیوادونو پرته ، درستې نړیوالې ټولنې ورسره مخافت کړی دی .
د فرانسې د خزانې وزیر برونو لی مایر د تیرې جمعې په ورځې په سلواکیه کې په یوې غونډې کې وئیلی دی ، دا نه ده ټاکل شوې ،امریکا فیصله وکړی چې مونږ له ایران سره د تجارت اجازت لرو او که نه :::
د آسټریا داروپائی او امنیتی مطالعاتو د موسسې مشر ورنر فاسلابند هم پرون په تهران کې د ایران دبهرنیو اړیکو د سټراټژیکې شورا له مشر کمال خرازی سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې ټرمپ داروپا موقعیّت کمزوری کړی دی ، وئیلی دی ، له امریکا د خپلواکه دفاعی او امنیتی سیاست پراختیا او د یورو اسعارو پیاوړتیا، هغه موردونه دی ، چې د امریکا دچلندونو په چوکاټ کې د اروپائی اتحادئې لپاره دیر مهم دی .
دا څرګندونې ښئ اروپا دې نتیجې ته رسیدلې ده چې داروپاراتلونکی له امریکا له خپلواکۍ سره غوټه خوړلې ده او دا داسې کار دی ، چې چینیان هم ورپسې دی .
دامریکا یو لوړپوړی شناندی او لیکوال ډیویډ ایګناتیوس هم دایران په وړاندې د ډونالډ ټرمپ د سټراټژۍ دمنفی اغیزو په باب په خبرداری ورکولو سره وائی ، دنړۍ د درستو هیوادونو لپاره روښانه شوې ، چې د ډونالډټرمپ دحکومت سټراټژی ، په پیل کې بدماشی کول او ورپسې دیوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د دباؤ اعمالول دی .
دامریکا دغه لوړپوړی لیکوال په دوام کې لیکلی دی ، د ډونالډټرمپ پلان او پروګرام دا دی ، چې دایران اقتصاد تر هغه ځایه چې د دغه هیواد د مرستې غوښتنې چغه راپورته شی ، ګډوډ کړی او وروسته ، په ایټمی موضوع ګانو او په سیمه ایزو مسئلو کې د یوې لاسترې او لاښې موافقې په باب خبرې اترې وکړی ، یوه داسې موافقه چې ټرمپ ئې په اوڅاره توګه یو بریالیتوب وبلل شی .
ټرمپ خپلو موخو ته د رسیدا لپاره حتی هڅه کړې ،عربستان بازار ته د تیلو د وړاندې کولو زیاتولو ته اړ کړی ، څو ایران د تیلو په صادرولو کې له چیلنج سره مخامخ کړی .
د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان له بلومبرګ خپرونې سره پخپلې وروستۍ مرکې کې وئیلی دی ، امریکا عملا له سعودی عربستان او داوپک له نورو غړو څخه غوښتی دی،دوی ته ډاډ ورکوی ، چې د ایران دتیلو دبندیز له امله کمښت به جبران کړی . همدغه شان هم وشول . مونږ دایران د بې درکه شوو تیلود هر بیرل په بدل کې د تیلو دوه بیرله صادر کړل :::
خو له دغو خوځښتونو سره سره،په وروستیوڅو ورځو کې دتیلو هر بیرل بیّه څه دپاسه نوی ډ الرو ته ورسیده .ډونالډټرمپ د تیلو د بیّو دزیاتونکی بهیر په غبرګون کې په یولړ سپکَوُنکوڅرګندونو کې سعودیان سخت ورټل. او وې وئیل ، چې دسعودی عربستان له پاچا ملک سلمان سره ئې په تماس کې هغه ته وئیلی دی ، چې که له ریاضه د واشنګټن پوځی ملاتړونه غوڅ شی ، نو دوی به حتی تر دوو اونیو پورې هم دوام ونه کړی ..
د دغو بهیرونو ټولګه او غبرګونونه ، یوازې یوه نتیجه ترلاسه کولی شی ، او هغه د ا چې امریکا باید ځان د واقعیّتونو دمنلو لپاره تیار کړی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د پنجشنبې په ورځې دتهران دآزادۍ په یولک کسیز سترسټیډیم کې دبسیجیانو په یوې سترې اوولولناکې غونډې کې فرمائیلی دی ؛ امریکایان په غوریدو ،سپکو خبرو او چټی تصوراتو سره دخپل قدرت او دایران له حالاتو په بشبړ ا پوټه انځورجوړونې پسې دی ، خو دایران ستر ملت او وطن پال ځوانانو ستره ټولګه پوهیږی چې باید دد ښمن د خورا وروستۍ پاتې حربې یعنی د بندیزونو په ناکامولو سره به امریکا ته یوه بله درنده څپیړه ورکړی ، چې ان شاا.... دا کار به ډیر زر وشی .